د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره (UN Women) وايي چې د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو سره سره، د افغانستان ښځې او نجونې د زدهکړې او روښانه راتلونکي لپاره خپلې هیلې نه دي پریښي.
د ملګرو ملتونو په ژنیو کې د جمعې په ورځ (د اګست ۲۹مه) د خبري ناستې پر مهال، د دې ادارې د دفتر مشرې سوفیا کالټروپس د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه تازه موندنې وړاندې کړې.
کالټروپس وویل: “په داسې حال کې چې په سپتمبر میاشت کې په نړۍ کې نجونې ښوونځي ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي، په افغانستان کې نجونې د طالبانو له لوري د ثانوي زدهکړو د بندیز څلور کلنې کلیزې ته چمتو کېږي.”
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، افغانې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کولو، په آزاده توګه سفر کولو، او عامه پارکونو، سپورت، عامه حمامونو او د سینګارتونو ته له تګ څخه محرومې کړې.
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند په اړه پراخې نیوکې کیږي، دا ډله ادعا کوي چې د افغانو ښځو حقونه یې د افغانانو د کلتور سره سم او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین کړي دي، او د ښځو مسله یې په افغانستان کې یوه "داخلي مسله" بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټول افغانستان کې یوه سروې ترسره کړې چې پکې څه باندې ۲ زره افغانان پوښتل شوي دي. د دې سروې پایلې ښيي چې په لسو کې نهه افغانانو (ښځې او نارینه دواړه) غواړي د نجونو زدهکړې د ابتدايي ښوونځي څخه وروسته هم دوام وکړي.
د دې ادارې په وینا، د ملاتړ دا کچه د ښارونو او کلیو دواړو اوسېدونکو کې لوړه ده، او پیغام یې واضح دی: افغان ولس غواړي لوڼې یې د زدهکړې حق ولري.
میرمن کالټروپس زیاته کړه چې د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار کولو بندیز (په نادولتي موسسو کې) د میلیونونو ښځو ژوند اغېزمن کړی دی.
د تازه سروې له مخې: ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې دا بندیز یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی او ۷۵ سلنه ښځې خپلې رواني روغتیا “خرابه” یا “ډېره خرابه” بولي.
د کالټروپس په وینا، د ښځو مشرتابه ټولنې او محلي موسسې په داسې حال کې د افغانو ښځو لپاره اړینې پاتې دي چې نورې لارې تړل شوې دي.
د روان کال په ترڅ کې ۱.۷ میلیونه افغانان د ایران او پاکستان څخه هیواد ته ورستانه شوي، چې پکې د ښځو لپاره د مرستې نشتوالی ځانګړې ستونزه ګڼل کېږي.
کالټروپس زیاته کړه ”کله چې ښځینه مرسته کوونکې حضور ونلري، ګڼ شمېر ښځې له اړینو روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو بې برخې کېږي“.
د دې ټولو محدودیتونو سره سره، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سروې ښيي چې له نیمایي څخه زیاتې افغان ښځې لا هم د راتلونکي په اړه هیلمنې دي.
کالټروپس ټینګار وکړ: “په داسې حال کې چې نږدې هره دروازه د ښځو پر مخ تړل شوې، هيله او امید یوه تګلاره ګرځېدلې. نړیواله ټولنه باید د افغانو ښځو دا هيله واوري او عملي ګامونه پورته کړي.”
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د پراخوالي او شدت له پلوه، په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ یو له بدترینو څخه دی او یوازې په یمن کې د ښځو له وضعیت سره پرتله کیدی شي.
په راپور کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې راغلي: "په داسې حال کې چې نړیواله پاملرنه په بل ځای متمرکزه ده، موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د کړکیچ د زیاتیدو او د دې کړکیچ د عادي کیدو شاهدان یو.
دا ډله ایز بحرانونه نه یوازې د ښځو حقونه له منځه وړي، بلکې د هیواد راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي، پرمختګ کمزوری کوي او اقتصادي وده یې دروي."