د ملګرو ملتونو د افغانستان د ۲۰۲۵ کلني راپور له مخې سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوې، دغه سازمان او شریکانو یې په افغانستان کې د بنسټیزو خدماتو وړاندې کول او د اقتصادي بیا رغونې هڅې جاري وساتلې.
په دې راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۱۵مه خپور شوی، راغلي چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ ستراتېژیک چوکاټ لاندې د بشري اړتیاوو لپاره تمویل د درېیم پرلهپسې کال لپاره زیات شوی او په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشري چارو همغږي کوونکي، انریکا ویلي، «میلیونونه افغانان له اساسي خدماتو، اقتصادي فرصتونو او د معیشت د ملاتړ له پروګرامونو برخمن شوي دي.»
د راپور له مخې له ۳۴ میلیونو څخه زیات افغانان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی، چې ۵۷ سلنه یې ښځې دي؛ له ۴.۶ میلیونو څخه زیات ماشومان د ملګرو ملتونو په ملاتړ عامه زده کړو کې شامل شوي، چې ۴۲ سلنه یې نجونې دي؛ شاوخوا ۴۵ زره اوږدمهاله دندې رامنځته شوې، چې ۵۵ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
خو راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو کموالی، د خلکو پراخ بېځایه کېدل، اقلیمي فشارونه او طبیعي پېښې، او همدارنګه عملیاتي محدودیتونه د افغان کورنیو، بازارونو او بنسټیزو خدماتو پر وضعیت فشار زیات کړی دی.
سره له دې ننګونو، راپور د افغانانو د زغم او مقاومت ستاینه کوي او وايي چې ټولنې د ملګرو ملتونو او نورو شریکانو سره په ګډه کار کړی، څو هم عاجلې اړتیاوې پوره کړي او هم د اوږدمهاله ځان بساینې لپاره بنسټونه جوړ کړي.
ملګري ملتونه وايي چې د افغانانو اړتیاوې لا هم د دوی په کاري محور کې دي او ټینګار کوي چې د ملي، سیمهییزو او نړیوالو شریکانو ترمنځ دوامداره همکاري به د افغانستان د یو ټولشموله او با ثباته راتلونکي لپاره حیاتي وي.