ملګرو ملتونو د افغان ښځو په حقونو د محدودیتونو په لېرې کولو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي مرستیاله، روزمري ډی کارلو

د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي مرستیالې، روزمري ډی کارلو، کابل ته په خپل سفر کې د ښځو د حقونو په احیا کېدو ټینګار کړی.

د روزمري ډي کارلو درې ورځنی سفر افغانستان د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۵) پای ته ورسېد.

روزمري په دې سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو، په کابل کې د بهرنیو ډپلوماتانو، افغان ښځو، د مدني ټولنې له استازو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه افغان کارکوونکو سره ملاقاتونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "په دې او خپلو نورو ټولو خبرو کې ما ټینګار کړی چې د افغانو ښځو د زده کړې، کار او عامه ژوند ته د لاسرسی احیا کول اړین دي."

روزمري دیکارلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغان کارکوونکي ونډه د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې "له ملګرو ملتونو سره افغانې ښځې کار کوونکې باید وکولی شي چې خپلو دفترونو ته ستانه شي چي د افغانستان د خلکو لپاره" خدمت وکړي.

روزمري ویلي چې د طالب چارواکو سره یې په لیدنو کې د دوحې په بهیر کې د هغوی (طالبانو) په بشپړ ګډون ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره، طالب چارواکي باید خپلې اړین نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

د روزمري ډي کارلو په وینا، په دې لیدنو کې "د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په همکارۍ، په هیواد کې د امنیت د ښه کولو په هڅو، د افغانستان او پاکستان د پولې د تړل کېدو له امله د بشردوستانه لاسرسي په وړاندې د رامنځ ته شوي خنډ" په اړه خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې په داسې حال کې افغانستان ته خپل وروستی سفر ترسره کړی چې څه باندې ۱۵۹۰ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو په مخ ښونځي تړلي دي او طالبانو تراوسه د نجونو د تعلیمي موسسو د بیا پرانیستلو په اړه اقدام نه دی کړی.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګولي او نه یوازې یې نجونې او ښځې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه منع کړي بلکې په دفترونو کې یې د ښځو په کار هم محدودیتونه لګولي دي.

د نړیوالو نیوکو په غبرګون کې، طالبانو د ښځو د حقونو او ازادۍ په اړه خپله سخت دریځي د افغانستان د خلکو د کلتور، دود او د اسلامي شریعت پر بنسټ بللې او دا یې "د افغانستان داخلي موضوع" یاده کړې ده.