ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ (اګست ۲۵) د خپلواکو وسلو سیسټمونو یا "وژونکو روباټونو" د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې د مخنیوي او محدودولو لپاره یې قوانین تصویب کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مشرې میرجانا سپولیاریک دا وروستۍ غوښتنه د وژونکو روباټونو په اړه د هغو ګډو غوښتنو دوام دی چې درې کاله وړاندې یې مطرح کړې وې. خو دا ځل د ټولو خپلواکو وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه نه ده شوې.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو ویاندې الیساندرا ویلوچي د خپرې شوې ګډې اعلامیې له مخې وویل چې، بنسټیزې اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي، خو خطرونه زیات شوي دي.
ویلوچي وویل: "موږ اوس په خطرناک ډول یوې اخلاقي سرې کرښې ته نږدې شوي یو، هغه دا چې ماشینونه په خپلواکه توګه انسانان هدف وګرځوي. "
دواړو ادارو ویلي چې د وسلو ټکنالوژۍ د "ریکارډ په کچه چټک" پرمختګ کړی، چې د ټکنالوژۍ د وړتیاوو او د قانوني محدودیتونو ترمنځ واټن یې لا پراخ کړی دی. دوی زیاته کړه چې د وسلو د لا زیاتې خپلواکۍ لپاره سیالي لا دمخه روانه ده، او هغه ساینسپوهان او انجنیران چې دا سیسټمونه جوړوي، پخپله یې د خطرونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د وسلو او د جګړې د اصولو د څانګې مشر لوران ګیزل وویل چې دا ډول وسلې له فعالېدو وروسته د نورو انساني لارښوونو پرته هدفونه ټاکي او پرې برید کوي.
هغه وویل، د دې ډول وسلو ځینې بڼې لا دمخه شته، خو د سره صلیب عمده اندېښنه د ټکنالوژۍ راتلونکی لوری دی. په ځانګړي ډول هغه سیسټمونه چې د ډیرې پیچلې مصنوعي ځیرکتیا له لارې چلېږي او د هغوی کړنلارې ښايي د چلونکو لپاره د پوهېدو او وړاندوینې وړ نه وي.
په بشپړه توګه خپلواکې وسلې لا دمخه د ځینو پوځونو له خوا کارول کېږي، لکه په جنګي بېړیو کې د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د انساني هدفونو پر ضد دې کارول شوې وي. ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر اوسه د جګړې په ډګر کې د دغو وسلو د کارونې پخلی نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو چارو د دفتر د خدماتو مشرې، کارولین مېلاني ریګیمبال په خبري ناسته کې وویل چې ګوتیریش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یو ناورین تر رامنځته کېدو مخکې اقدام وکړي.
ریګیمبال وویل: "ځینې پرېکړې باید تل د انسان په لاس کې پاتې شي، او تر ټولو مهمه یې د انسان د ژوند اخیستو یا نه اخیستو پرېکړه ده. "
هغې زیاته کړه چې هېوادونه باید له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي، مخکې له دې چې دا ډول سیسټمونه له کنټروله ووځي، او باید روښانه حدود وټاکي مخکې له دې چې زیانمنې کړنلارې عام او دایمي بڼه غوره کړي.
ټاکل شوې ده چې وژونکي روباټونه به د ځینو دودیزو وسلو د کنوانسیون د بیاکتنې د اووم کنفرانس مهمه موضوع وي، چې د نومبر په میاشت کې په ژنیو کې جوړیږي. دا کنفرانس هر پنځه کاله وروسته دایریږي.
راتلونکې اوونۍ هم هېوادونه په ژنیو کې د نویو احتمالي مقرراتو په اړه غونډه کوي. دغه خبرې اترې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې روانې دي، د ټولو ګډونوالو د اجماع غوښتنه کوي.
روسیه او متحده ایالتونه د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې د نویو قانوني او الزامي تړونونو مخالفت کوي، او استدلال کوي چې موجود نړیوال قوانین کافي دي.