ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ څلور هغه نوماندان چې غواړي د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه دندې دپاره په نظر کې ونیول شي، هغو پوښتنو ته ځوابونه ووايي چې څنګه به دغه نړیوال سازمان رهبري کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ددې سازمان د عمومي اسامبلې له خوا، د امنیت شورا د سپارښتنې پر بنسټ ټاکل کېږي. راتلونکی سرمنشي به د اوسني سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوتیرش ځای ناستی شي او خپله پنځه کلنه دوره به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل کړي.
د چیلي پخوانۍ ولسمشره میشل بشلیت به د سېشنبې په ورځ هغه بهیر کي برخه واخلي چې ملګري ملتونه یې "متقابلې خبرې اترې" بولي.
ټاکل شوې ده چې د سېشنبې په ماسپښین د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې مشر رافایال ګروسي خپله نوماندي وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ د چارو مشره ربیکا ګراینسپان او د سینیګال پخوانی ولسمشر مکي سال به د چهارشنبې په ورځ هلته په حاضریدو خپلې طرحې وړاندې کړي.
په دې بهیر کې هر نوماند خپله طرحه وړاندې کوي چې څنګه به ملګري ملتونه رهبري کړي، او وروسته به د غړو هېوادونو پوښتنو ته ځوابونه وايي.
په لیکلي بیانونو کې، ټولو څلورو سره نوماندانو ملګري ملتونه یو اړین نړیوال بنسټ بللی، خو ویلي یې دي چې پدې سازمان کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.