د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان پر غړیتوب پریکړه کیږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې په ژنیو کې دی ۴۷ هیوادونه یې غړي دي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله سه شبنه اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) رایه ګیري وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې، چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي، د افغانستان او وینزویلا په شان هیوادونو ته چې د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه.

د نړۍ د اوو سیمه ایزو ډلو څخه ۱۷ هیوادونه غواړي چې پدې شورا کې غړیتوب ولري خو هغه دولتونه چې د آسیا –آرام سمندر او لاتینې امریکا او کرابین کې پراته دي، د ریښتیني سیالۍ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې په ژنیو کې دی د غړیتوب لپاره یې دا رایه ګیري پټه کیږي او د غړیو هیوادونو استازي باید د یو هیواد د غړیتوب لپاره اکثریت رایې ورکړي.

د وینزویلا لپاه سیالي ځکه سخته ده چې چیلي او کاسترایکا هم غواړي پدې شورا کې پداسې حال کې برخه ولري چې د دې سیمې لپاره یوازې دوه څوکۍ تشې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې رئیس لیوس چاربونیو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د وینزویلا لخوا د حکومت په انتقاد کوونکو، چې کوم نه بخښل کیدونکي بریدونه شوي، پدې شورا کې دې هیواد ته د غړیتوب حق نه ورکوي.

ښاغلي چاربونیو په اعلامیې کې ویلي، " د شورا سره له واک څخه د دغه ناوړه ګټه اخیستونکي حکومت یو ځای کول د ملګرو ملتونو اعتبار زیانمنوي او د دې هیواد چارواکو ته پداسې حال کې فرصت ورکول دي چې د نورو هیوادونو په هکله د بشري حقونو په موضوع کې قضاوت وکړي چې خپل ولس سره ډیر ظلم کوي."

یو بل جنجالي کاندید چې غواړي پدې شورا کې غړی شي، افغانستان دی چې د تیر یو کال راپدیخوا د طالبانو لخوا د میرمنو، نجونو او اقلیتونو سره د ناوړه چلند، او په پراخه توګه د شخصي آزادیو له کبله د خبرونو په سرټګو کې راځي.

هر هغه هیواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.

سره لدې چې په افغانستان کې اوس طالبان په واک دي خو په ملګرو ملتونو کې لا هم د افغانستان څوکۍ د جمهوريت لخوا د ټاکل شوي استازي سره ده ځکه چې لاهم د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

د افغانستان تر څنګ قزغزستان، مالدیف، جنوبي کوریا او ویتام هغه هیوادونه دي چې پدې شورا کې د څلورو څوکیو تر لاسه کولو لپاره سیالي کوي.