ملګري ملتونه: په دریو کلونو کې شپږ میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو این هبیتات) د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۷) وویل چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې لږ تر ۶ شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي او ګڼ شمېر نور هم د ستنېدو په حال کې دي.

دغه ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې ویلي چې په پراخه کچه د کډوالو راستنېدنې په افغانستان کې د استوګنې د ځایونو او بنسټیزو خدمتونو اړتیاوې زیاتې کړې دي.

پاکستان او ایران په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړ دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په میلیونونو افغانان لا هم په دغو دوو هېوادونو کې پاتې دي.

په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې د بودیجې د سخت کمښت خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: «تر اوسه د اړتیا وړ ۱۶۰ میلیون ډالرو څخه یوازې ۴.۷ سلنه تمویل شوي، چې له امله یې د طبیعي پېښو، بې ځایه کېدو او بېرته راستنېدنو سره مخامخ ټولنو د ملاتړ لپاره د ۱۵۳ میلیون ډالرو تشه پاتې ده.»

اوچا ټینګار کړی چې که څه هم سرپناه یو بنیادي حق دی، خو په افغانستان کې د سرپناه د برابرولو په برخه کې د بودیجې سخت کمښت د یوې ننګونې په توګه پاتې دی.

د بشري مرستو نړیوالو ادارو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې سیمه ایزې شخړې او سیاسي بې ثباتي کولی شي د افغان کډوالو بشري وضعیت نور هم خراب کړي.