ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ناچاودو توکو په چاودنو کې اتیا سلنه ماشومان زیانمنېږي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، یا اوچا، وايي په افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنو کې زیاتره ماشومان زیان ویني او په همدې پېښو کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا اداره زیاتوي چې افغانان باید دا توان ولري چې د هغو پټو ماینونو او ناچاودو مهماتو له دوامداره ګواښ پرته په خوندي توګه ژوند وکړي چې لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې د ماین پاکۍ او د ناچاودو مهماتو د شنډولو فعالیتونه په څرګند ډول محدود شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ماین پاکۍ پروګرامونه لا هم په افغانستان کې د ژوند ژغورنې له مهمو بشري فعالیتونو څخه ګڼل کېږي، خو د بودیجې کمښت د دغو پروګرامونو وړتیا کمه کړې، په داسې حال کې چې ملکي وګړي لا هم له جدي خطر سره مخ دي.

اوچا وايي، شاوخوا درې اعشاریه درې میلیونه افغانان د هغو سیمو په شاوخوا کې ژوند کوي چې په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړې دي.د دې وضعیت له امله خلک هره ورځ د مرګ او ټپي کېدو له خطر سره مخ دي، او کرنیزو ځمکو، ښوونځیو، سړکونو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته یې لاسرسی هم محدود شوی دی.

افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د جګړو د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو ککړ هیواد دی.

دا ستونزه د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو جګړو، د پخواني شوروي اتحاد له یرغل، کورنیو جګړو، د نړیوالو ځواکونو له پوځي عملیاتو او دوامدارو نښتو څخه پاتې ده.

بشري مرستندویه ادارې وايي، د نړیوالو مرستو کمېدل او له ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو افغانانو بېرته ستنېدل پر زیانمنو ټولنو فشار لا زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار لري چې د ماین پاکۍ د عملیاتو د پراخولو او په ځانګړې توګه د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دوامداره نړیواله مالي ملاتړ اړین دی.