د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د ۲۰۲۶ کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې ۸۶ داسې پېښې رامنځته شوي چې له کبله یي بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی ټکنی شوی دی.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د بشري مرستو په رسولو کې د طالبانو لاسوهنو، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ جګړو او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سېلابونو افغانانو ته د بشري مرستو رسول اغېزمن کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د مارچ د میاشتې په اوږدو کې د مرستو د رسولو یو مامور د کنړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د ډزو له کبله ووژل شو او درې نور مرسته رسونکي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونه په وینا په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د کډوالو په راستنیدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲.۸ افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په شمول یو شمېر ادارې وايي چې کډوالو ته د مرستو په برابرولو کار کوي او پدې برخه کې خنډ او ځنډ د خلکو کړاوونه لاپسې زیاتوي.
د اوچا په راپور کې راغلي چې د فبرورۍ میاشتې په پرتله په مارچ کې د مرستو رسونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۵۴ فیصده راکمه شوې خو بیا هم د مرسته رسونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او لدې کبله د مرسته رسونکو ادارو فعالیتونه اغېزمن شوي دي.
دا لومړي ځل ندی چې اوچا د مرستو په رسولو کې د طالبانو د حکومت په لاسوهنو نیوکه کوي. طالبانو د اوچا تازه راپور ته تراوسه کوم غبرګون نه دې ښودلې، خو تر دې مخکې یي دا ډول راپورونه بې بنسټه بللي او رد کړي دي.