د ملګرو ملتونو یوه ځانګړې راپور ورکوونکې په افغانستان کې اوسنی وضعیت 'د ښځو نسل ‌وژنه' بولي

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې راپور ورکوونکې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت «د ښځو د نسل ‌وژنې» په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې د «محدودیتونو» اصطلاح د هغو سختو شرایطو د بیانولو لپاره بسنه نه کوي چې افغانې ښځې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ورسره مخ دي.

د امریکا غږ د افغانستان څانګې سره په مرکه کې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، ریم السالم وویل چې افغانې ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه له ایستلو سره مخ دي؛ داسې وضعیت چې د هغې په وینا د جنسیت پر بنسټ ځورونې او د ښځینه توب له امله د ښځو او نجونو د قصدي له منځه وړلو په معنا ده.

السالم وویل: «د دغو اقداماتو لپاره د محدودیتونو اصطلاح کارول د واقعیت کمزوري ښودل دي. موږ په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د روان وضعیت په څېر بل مثال نه دی لیدلی. دا له عامه ژوند څخه سیستماتیک ایستل، تابع کول او کنټرول دی.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو فرمانونو، بندیزونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي اغېز دومره سخت دی چې هغې دا وضعیت د «ښځو نسل ‌وژنې» په نوم یاد کړی دی.

السالم وویل: «زه ټینګ باور لرم چې طالبانو د قوانینو، محدودیتونو او تاوتریخوالي د یوې ګډې تګلارې له لارې، یوازې د دې لپاره چې ښځې او نجونې ښځینه دي، د هغوی د له منځه وړلو هڅه کړې ده.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، طالبانو نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو منع کړي، د ښځو پر کار یې محدودیتونه لګولي، د هغوی د تګ راتګ ازادي یې کمه کړې او په عامه ژوند کې یې د ښځو پر ګډون پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع دي.

السالم وویل چې دغه پالیسي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په معنا ده. هغې زیاته کړه: «ښځې او نجونې بې له شکه ځورول کېږي او په سیستماتیک ډول له منځه وړل کېږي. د دې چلند تر شا موخه دا ده چې هغوی په بشپړه یا جزوي توګه له منځه یوړل شي.»

بشري او اقتصادي پایلې

السالم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو چارواکي او د بشري حقونو سازمانونه د دې محدودیتونو د اوږدمهالو ټولنیزو، اقتصادي او بشري زیانونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، لا هم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. مرستندویه سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې پر ښځو محدودیتونه د مرستو رسولو او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي. د ملګرو ملتونو ادارو همدارنګه د افغان ښځو او نجونو د رواني روغتیا وضعیت، د اقتصادي ستونزو زیاتوالی، او همدارنګه د ماشومانو د ودولو او جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړل بللی دی.

السالم وویل چې د دغو محدودیتونو اغېزې یوازې پر زده کړو باندې په بندیزونو پورې نه محدودېږي. هغې وویل: «زیاتې افغان ښځې خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله مري.»

د ملګرو ملتونو دغې راپور ورکوونکې خبرداری ورکړ چې د طب زده ‌کړو ته د ښځو نه لاسرسی او د روغتیایي خدماتو د ترلاسه کولو په وړاندې محدودیتونه، په ځانګړي ډول د میندو او امیندوارو ښځو لپاره د ژوند ‌ګواښونکې پایلې لري.

هغې زیاته کړه: «ښځې په ډېرو هغو برخو کې له کار کولو منع کېږي چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي، ځکه هغوی نشي کولای په ازاد ډول له کورونو ووځي او په عامه ژوند کې ګډون وکړي.»

دغه اندېښنې د نومبر په ۲۰مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې چارواکو هم تکرار کړې. هغوی خبرداری ورکړ چې د طالبانو محدودیتونه او د بشري مرستو کمېدل د افغان ښځو او نجونو کړکېچ نور هم پراخوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د محدودولو لپاره له سلو ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د دغې ادارې د بشري چارو مشرې صوفیا کالتورپ خبرداری ورکړ چې د روغتیا په برخه کې د ښځو د ونډې کمېدل ښايي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې له مناسبو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي.

کالتورپ وویل: «موږ اوس د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د یو بل برید د پراخېدو شاهدان یو. د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځو زیاتېدونکی محرومیت او دا خطر چې په راتلونکې کې به ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې له دغو خدماتو بې برخې شي.»

هغې وویل چې په دې وروستیو کې یې د کونړ ولایت له یوې ښځې سره لیدلي، چې د روغتیایي خدماتو د نشتوالي له امله یې څو ځله سقط جنین تجربه کړی و. د ملګرو ملتونو چارواکي دا د هغو سختو پایلو یوه بېلګه بولي چې د ښځو د زده کړو، کار او تګ راتګ پر محدودیتونو راولاړې شوې دي.

دغه اندېښنې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د موندنو انعکاس هم کوي. هغه د اګست په میاشت کې امریکا غږ ته ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په دوامداره توګه خراب شوی دی.

بېنېټ وویل: «دا د پنځو کلونو راهیسې یو پرله ‌پسې په ځوړه تګ دی.» هغه د طالبانو هغو مکررو اقداماتو ته اشاره وکړه چې د نجونو او ښځو پر مخ یې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او په عامه ژوند کې یې د هغوی پر ګډون بیلابیل محدودیتونه لګولي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې له زده کړو او اقتصادي ژوند څخه د ښځو او نجونو ایستل افغانستان ته ژور او اوږدمهاله زیان رسوي.

بېنېټ وویل: «اوس د نجونو یو بشپړ نسل له ثانوي زده کړو بې برخې شوی دی.»

هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اټکلونو ته اشاره وکړه چې له کار څخه د ښځو ایستل افغانستان ته هر کال شااوخوا یو میلیارد ډالر زیان رسوي، او د ښځو په مشرۍ کورنیو کې فقر او بې وزلي زیاتوي.

د حساب ورکولو غوښتنې

السالم نیوکه وکړه چې نړیوالې ټولنې یوازې د اندېښنو په څرګندولو بسنه کړې او د حساب غوښتنې لپاره یې عملي اقدامات نه دي ترسره کړي.

هغې وویل: «دا ډېره خواشینوونکې او په رښتیا د منلو وړ نه ده چې نړیوالې ټولنې اجازه ورکړې چې دا چلند پنځه کاله دوام وکړي.»

هغې د جرمني، هالند، کاناډا او اسټرالیا له خوا د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون له مخې د افغانستان د مکلفیتونو په اړه د حقوقي اقداماتو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې پرمختګ پکې ورو دی.

السالم وویل چې سره له دې چې په ملګرو ملتونو او د نړۍ د بېلابېلو حکومتونو له خوا غندنې شوې دي، خو طالبان لا هم له جدي عملي پایلو سره نه دي مخ شوي، په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه لا هم له دې ډلې سره دیپلوماتیکې اړیکې ساتي او ورسره تعامل لري.

هغې وویل: «داسې ښکاري چې د ښځو په وړاندې د طالبانو د چلند په اړه هېڅ ریښتینې حساب غوښتنه نه شته.»

د خپلو حقونو لپاره د ښځو مبارزه

له ټولو ستونزو سره سره، السالم د افغان ښځو او نجونو د مقاومت ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوی د جدي شخصي خطرونو سربېره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کوي.

هغې یو شمېر غیررسمي ښوونځیو او ولسي نوښتونو ته اشاره وکړه چې لا هم په سختو او خطرناکو شرایطو کې نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابروي.

د ملګرو ملتونو دغې راپور ورکوونکې اندېښنه وښودله چې د دغو محدودیتونو رواني اغېزې ورځ تر بلې زیاتېږي. هغې وویل: «د هغوی ورځنی ژوند د ځمکې پر مخ د دوزخ په څېر دی.»

السالم استدلال وکړ چې په داسې حال کې چې د نړۍ پام نورو کړکېچونو ته اوښتی، افغان ښځې نور د دې اړتیا نه لري چې خپل وضعیت تشریح کړي؛ بلکې عملي اقدام ته اړتیا ده.

السالم وویل: «ستونزه دا نه ده چې د هغوی غږونه نړیوالو فورمونو ته نه رسېږي. اصلي ستونزه دا ده چې د هغوی د خبرو پر اړه اقدام نه کېږي.»

هغې زیاته کړه: «افغان ښځو او نجونو ته یوازې د خبرو لپاره د فرصت ورکول، پرته له دې چې د هغوی د غوښتنو لپاره کوم اقدام وشي، یوازې بې‌احترامي نه ده؛ بلکې د هغوی پر انساني کرامت برید دي.»