یوناما: د طالبانو لخوا په میرمنو د کار کولو بندیز غندو خو افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه کوو

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل فعالیت تر ارزیابۍ وروسته ویلي چې په میرمنو د طالبانو لخوا د کار بندیزونه غندي خو په افغانستان کې خپل فعالیت نه بندوي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل فعالیت تر ارزولو وروسته جمعه مې ۵ (غوایي۱۵) په افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه تکرار کړله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وروسته تر هغه په افغانستان کې د خپل فعالیت اروزونه پیل کړله چې طالبانو پدې نړیوال سازمان کې د میرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي یو ویاند فرحان حق چې ددې اروزنې په هکله یې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل په افغانستان کې پاتې کیږي چې د "سړیو، میرمنو او ماشومانو په استازیتوب" مرستې ورسوي.

یوناما همدارنګه د مرستندویه ادارو او هیوادونو څخه غوښتي چې د دې ماموریت سره خپلې مرستې جارې وساتي.

خو په عین حال کې په کابل کې یوناما په یوې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو لخوا د میرمنو په کار کولو بندیز غندلی او ویلي یې دي چې د هغوي دا کړنه " زمونږ کار په جدي توګه کمزوری کوی چې اړمنو خلکو ته د رسیده ګۍ وړتیا پکې شامله ده".

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي چې په افغانستان کې د خپل فعالیت په هکله یې د ګڼ شمیر افغان شریکانو، مدني ټولنو، میرمنو، غړیو هیوادونو او بسپنه ورکوونکو سره پراخو سلا مشورې کړي او دې نتیجې ته رسیدلي چې د ستونزو سره سره خپل فعالیت نشي بندولی.

په اعلامیې کې راغلي، " په هرې کچې چې امکان ولري د طالبانو اوسنیو چارواکو سره متمرکز، اصولي او رغنده تعامل جاري ساتو تر څو هغوي دا بندیز لیرې کړي او د ملګرو ملتونو او ټول پرسونل د خوندیتوب ډاډ ورکړي".

د تیرې میاشتې بندیز څخه وروسته یوناما په افغانستان کې د خپلو ټولو نارینه او ښځینه مامورینو څخه غوښتي چې د خپلو کورونو څخه دې کار وکړي.

دا مطلب هم ولولئ خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان څخه د وتلو نیت نلرو

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ځانګړي راپور ورکوونکي رچارډ بنیت او د هغې کاري ډلې مشرې ډوروتي استرادا- ټرانک چې د میرمنو او نجونو پر ضد تبعیض باندې کار کوي او اته ورځې یې په افغانستان کې تیرې کړي په افغانستان کې د بشري وضعیت په خرابیدو اندیښنه ښودلې.

دوي په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، " د جنس له مخې داسې سخت او بنسټیز شوی توپیري چلند مو ولید چې د نړۍ په هیڅ ځای کې ساری نلري او دا په ژوره توګه د افغانستان راتلونکې زیانمنوي".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د جمهوریت تر ړنګیدو راپدیخوا طالبانو په افغانستان کې حقوقي او اداري کاري چوکاټونه له منځه وړي او د میرمنو په برخې کې تر ټولو د "شدید ضدیت" پر اساس واکمني کوي.

ښاغلي بنیت او میرمن استرادا- ټرانک په اعلامیې کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې هغه نسبي پرمختګ هم له منځه وړي چې په تیرو شلو کالونو کې د جنسیت د برابرښت لپاره تر لاسه شوی و.

دوي همدارنګه ویلي چې طالبان په افغانسان کې داسې شرعي احکام تطبیقوي چې اکثریت افغانان هغه شان نظر نلري.

د ملګرو ملتونو دا جګپوړي چارواکي وایي چې طالبانو ورسره په ملاقاتونو کې یادونه کړې و چې میرمن د روغتیا، تعلیم او سوداګرۍ په برخې کې کار کوي او هغوي دا یقیني کوي چې میرمنې باید د شرعیت مطابق پرده وکړي او د سړیو څخه بیلې وي.

دا مطلب هم ولولئ دوجاریک: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه صلاحیت لري چې طالبان په رسمیت وپېژني

طالب چارواکو په خبرو کې دا پیغام هم تکرار کړی چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي خو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي او دا یادونه یې هم کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په ګډون په پرله پسې ‌ډول محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې طالبانو حکومت تیره میاشت د ملګروملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار محدودیت هم لګولی دی. ددې وړاندې طالبانو حکومت په غیر دولتي موسسو کې افغان میرمنې د کار څخه منع کړې وې.

د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز وروسته د ملګروملتونو د انکشافي ادارې مدیر اخیم اشتنایر خبراداری ورکړی و، چې که طالبان د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار لګیدلي محدویتونه لیرې نه کړي نو دا اداره به "چمتو وي، چې له افغانستان څخه د وتلو زړه ماتوونکي پریکړه وکړي".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل خو تر اوسه د هغوي سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.