د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان څخه د وتلو نیت نلرو


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د مرستو رسونې بهیر ته د ښځینه کارکوونکو په ستنیدلو باندې د ټینګار په ترڅ کې وايي، چې دا اداره ددغه هیواد څخه د وتلو نیت نلري.

ډبلیو اف پي د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ درییمه (ثور۱۳) د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د ملګروملتونو دغې ادارې په تیرو شپږ لسیزو کې افغانانو ته د خوړو مرستې برابرې کړي او خپلو مرستو ته به لاهم دوام ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "مونږ د هیواد د پریښودلو هیڅ نیت نلرو. ډبلیو ایف پي په افغانستان کې پاتې کیدو او مرستو رسولو باندې تمرکز کوي، چیرته چې لوږه لا هم د ۱۵ میلیون افغانانو ژوند ګواښوي له دغه هیواد څخه وتل به ګواښ سره د مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پریښودلو په معنی وي."

د طالبانو د حکومت له خوا د اپریل د تیرې میاشتې په سر کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار باندې د بندیز وروسته د ملګرو ملتونو د انکشاف د نړیوالې ادارې مدیر اچیم ستاینر خبراداری ورکړی و، که طالبان د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار لګیدلي محدویتونه لیرې نه کړي نو دا اداره به "چمتو وي، چې له افغانستان څخه د وتلو زړه ماتوونکي پریکړه وکړي".

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې وروسته د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګروملتو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه افغانستان لپاره د ۲۰ هیوادونو ځانګړو استازو ددغه هیواد په روان وضعیت خبرې وکړي. ددغې غونډې په پای کې د ملګروملتونو عمومي منشي خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د نړیوالو ادارو په ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه د منلو نه دي.

هغه وویل: "اجازه راکړئ چې په څرګنده یې ووایم. مونږ به هېڅکله هم د ښځو او نجونو په حقونو باندې په بې ساري ډول د بریدونو په اړه غلي پاتې نشو. مونږ به تل هغه وخت غږ اوچتوو چې میلیونونه ښځې او نجونې غلې کړل کېږي او له صحنې څخه اېستل کېږي".

انتونیو ګوتېرش دا محدودیتونه د بشري حقونو او د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان د مکلفیتونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله. خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم وویل، چې دا نړیواله اداره به د افغانستان له خلکو سره همداسې ژمنه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل، چې د افغانستان اوسنی وضیعت په نړۍ کې لوی بشري بحران دی؛ د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس په فقر کې ژوند کوی او د ټول نفوس دوییمه برخه یې بشري مرستو ته اړتیا لري، شپږ میلیون ماشومان، نارینه او ښځې قحطۍ ته نژدې شوي او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې هم مخ په کمېدو دي.

ډبلیو اف پي هم وايي، چې په دې باندې ټینګ باور لري، چې ښځو ته ښځې په ښه ډول بشري مرستې برابرولی شي او د مرستو رسونې بهیر ته د ښځو بیرته ستنیدل یې لومړیتوب دی او ددې هدف لپاره به په ټولو کچو خبرې تعقیب کړي.

خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "د مرستو رسونې په چارو کې د ښځو پر کار باندې محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې په پراخ ډول د ګواښ سره مخ کوي، ددې سره سره اوس مهال تر ټولو لوی ګواښ د بودیجې د تمویل لپاره د پیسو د نشتون مسله ده ".

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د تمویل په برخه کې د ستونزو له امله یې له وړاندې په افغانستان کې مرستو ته اړو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي دي. د خوړو نړیواله اداره وايي په راروانو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې د سختې لوږې سره مخ کورنیو، کونډو، هغه ښځې، چې د خپلو کورنیوسرپرستې کوي او ډیرې بې وزله کورنیو ته د مرستو د برابرولو لپاره شاوخوا نهه سوه میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۲ میلادي کال د یوې ارزونې له مخې، چې تازه خپره شوې، په افغانستان کې ۳۴ میلیونه افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې دا تازه شمیرنې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د لوږې د کرښې لاندې د اوسیدونکو افغانانو په شمیر کې ۱۵ میلیونه زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG