ملګري ملتونه: طالبانو د افغانانو په وړاندې خپل ځپونکي فشارونه زیات کړي

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک په تازه څرګندونو کې ویلي چې پر زده کړو، کار، تګ راتګ، ازادۍ او په عام ژوند کې د ښځو او نارینه وو پر ګډون د طالبانو پراخ محدودیتونه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د چهار شنبې په ورځ (سپټمبر ۹) په افغانستان کې پر روان وضعیت اندیښنه ښودلې، او د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس یې زیاته کړې چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې لږترلږه څلور سوه او نهه څلویښت ښځو او نارینه وو بدني سزاګانو لېدلې دي.

ولکر ترک زیاته کړې:"نن په افغانستان کې د زیاتو خلکو وضعیت له بد څخه لا بدتر شوی دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک له دوه زره او یویشتم کال راهیسې له ثانوي او لوړو زده کړو څخه د څه باندې دوه میلیونه افغان نجونو او ښځو د بې برخې کېدو، پر ښځو د محدودیتونو د زیاتېدو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي لږکیو د حقونو د سرغړونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. ترک پر افغان ښځو او نجونو لګول شوی محدودیتونه د جنیستي اپارتاید په توګه یاد کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وايي:" افغانستان یوازینی هیواد دی چې ښځې او نجونې پکې له زده کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې پرې پراخ محدودویتونه لګول شوې دي."

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو له نړۍ غوښتي چې د افغانستان پروړندې خپل مسولیت ادا کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاند جیرمي لارنس له نړۍ غوښتي چې د افغانانو سختو کړانو ته یو ځل بیا پاملرنه وکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاند جیرمي لارنس وايي:" نن په افغانستان کې د ډېرو خلکو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. میلیونونه کسان بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي او د بشري حقونو د درناوي کچه مخ په خرابېدو ده. په سلګونه زره کسان د خپلې خوښې خلاف هیواد ته ستانه کړل شویدي. د هرې میاشتې په تېریدو حاکم چارواکي ظالمانه اقدامات لاپسې سختوي او پلي کوي."

ملګرو ملتونو افغانستان ته د جبري ستنولو په اړه خبری داری ورکړی او ویلي چې دا کار باید د هر فرد ته د متوجه ګواښ له ارزونې پرته ترسره نشي، ځکه ځیني کسان لکه ښځې او نجونې، د حکومت پخواني کار کوونکي، د رسنیو کار کوونکي او د مدني ټولنې غړي له جدي بشري حقونو ګواښ سره مخ دي.