د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې له سخت بحران سره مخ دی او د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د نړیوالو مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند لا پسې ستونزمن کړی دی.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د اګست په درېیمه، په یو ځانګړي راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت یې بې ساري توګه خراب کړی دی.
راپور وایي چې ښځې او نجونې لا هم له ثانوي او لوړو زده کړو بې برخې دي او د کار او په ټولنه کې د ګډون په برخه کې له پراخو بندیزونو سره مخامخ دي، هغه وضعیت چې د دې سازمان په وینا د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز راتلونکي هم ژور اغېز کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې افغانستان په عین وخت کې له اوږدمهاله بشري ناورین سره هم مخ دی. د راپور له مخې، د اکثره بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته، د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو، روغتیا او نورو اساسي خدماتو د کمښت ستونزې لا زیاتې شوې دي.
د راپور په وینا، د مرستو کمښت د ښځو، ماشومانو، بې ځایه شویو کورنیو او نورو زیان منونکو قشرونو وضعیت نور هم خراب کړی او د مرستندویه ادارو د فعالیت وړتیا یې محدوده کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب او د بشري مرستو د دوام لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې اړمنو خلکو ته رسیږي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان بشري بحران باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په سر د تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي چې په مارچ میاشت کې په کابل کې د مخدره موادو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څارسازمان د دغه راپور په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي