ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان د وګړو نیمایي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړی چې په روان میلادي کال کې به یو ځل بیا هم افغانستان له هغو هیوادونو څخه وي چې خلک به یې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخ وي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف او نورو همکارو ادارو په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله په خپل تازه راپور کې یو ځل بیا اندیښنه ښودلې چې په روان میلادي کال کې به ددې هیواد د وګړو نیمایي برخه بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په راپور کې چې سه شنبه اپریل ۱۴ خپور شوی، ویل شوي چې د کلونو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت او د وګړي له اساسي حقونو څخه محرومول هغه څه دي چې نه یوازې د بشري ناورین د ډیروالي سبب شوي، بلکې په عین حال کې یې له دې هیواد سره نړیوالې مرستې هم کمې کړیدي.
د یونیسف په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د اټکل له مخې ۲۱.۹ میلیونه افغانان چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو د نږدې ۱۸ میلیونه افغانانو لپاره چې په وینا یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري، سږ کال یې د خپلو فعالیتونو لپاره د ۱.۷ میلیارده امریکایي ډالرو مرستو غوښتنه کړې.
په راپور کې ویل شوي چې اقلیمي بدلونه، تکراریدونکي طبیعي پیښې ، د خوراکي موادو کموالی او له ګاونډیو هیوادنو څخه په ډیره پیمانه د کډوالو بیرته راستنیدل نور مهم عوامل دي چې د افغانستان وګړي یې بشري مرستو ته اړ کړیدي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) هم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې طبیعي پېښو د افغانستان یو په دریېمه برخه ساحه اغېزمنه کړې او افغانان یې د یو بې سارې ناورین سره مخامخ کړي دي.
د اوچا د شمېرو له مخې، څه باندې ۷۳ زره خلک ددغو پېښو له امله په یو ډول نه یو ډول اغېزمن شوي دي او زرګونه کورونه نړېدلي دي.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او له هغه وروسته نړیوالې بشري سازمانونه له دغه هېواد څخه ووتل او ورسره نړیوالې مرستې هم کمې شوې. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سختدریځو پالیسو له دغه هېواد سره د بشري مرستو د کموالي یو عمده علت بلل کېږي.