ملګري ملتونه: په تور لېست کې د طالبانو ۲۲ لوړپوړي غړي شامل دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د هغو غړو لېست خپور کړی چې ورباندې بندیزونه لګول شوي دي.

دا لېست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال د ۱۹۸۸ شمېرې پرېکړه‌لیک پر بنسټ برابر شوی دی، او د طالبانو د حکومت د ۲۲ لوړپوړو غړو نومونه پکې شامل دي.

په لېست کې د طالبانو د رئیس الوزرا محمد حسن اخند، د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په شمول د ۲۲ لوړپوړو طالب چارواکو نونونه ليکل شوي دي.

سربېره پردې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د حمیدالله اخند، عزیزالرحمان، ګل‌آغا اسحاق‌زي، مالک نورزي او احمد ضیا آغا نومونه هم لیکل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو دغه اقدام بې ګټې او د افرادو د حقونو خلاف بللی دی. ده د ملګرو ملتونو نه ددغه لېست د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لوړپوړو مشرانو نومونه په داسې حال کې په ډاګه چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په ۱۲مه د یوه پرېکړې په تصویبولو سره د طالبانو او له هغوی سره د تړلو ډلو او اشخاصو پر وړاندې د بندیزونو د څار د ډلې مأموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

په افغانستان کې د ټولشموله حکومت نشتوالی، د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند، او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت دوام د امنیت شورا له لوري د دې بندیزونو د دوام مهم لاملونه بلل شوي دي.

له دې اقدام سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک چې په طالبانو د بندیزونو د رژیم په نوم هم یادېږي او د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې تصویب شوی و، د یو بل کال لپاره وغځول شو.

په دې بندیزونو کې د طالبانو پر ځینو مشرانو د سفر بندیز، د هغوی د شتمنیو کنګل کیدل، او د طالبانو سره پر تړلو کسانو او ډلو باندې د وسلو درلودلو بندیز هم شامل دی.