د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سپټمبر کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه درې‌میاشتنۍ غونډه وکړي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د غونډې پر مهال به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه سازمان د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې، رباب فاطمه، د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د دې غونډې دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې.

په راپور کې راغلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیاوې، د ملکي وګړو وضعیت او د ترهګرۍ ګواښونه به د امنیت شورا د غړو د بحث مهمې موضوعوګانې وې.

دا به لومړی ځل وي چې رباب فاطمه په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د دغه هېواد په اړه خپلې موندنې او ارزونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.

فاطمه د روان کال د جولای په لومړیو کې د روزا اوتونبایوا پر ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.