د یوناما ماموریت د غځولو لپاره د ملګرو ملتونو چمتوالی

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د غځولو په اړه پرېکړه وکړي، چې د امنیت، بشري حقونو او بشري ناورین په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مهالویش له مخې، د یوناما اوسنی ماموریت د جون په ۱۷مه پای ته رسیږي او تمه ده چې شورا به یې د بل کال لپاره وغځوي.

همدارنګه، ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د شورا درې میاشتنۍ علني غونډه هم ترسره شي چې پکې به د یوناما د سرمنشي مرستیاله او د دفتر سرپرسته جورجیت ګانیون غړو ته معلومات وړاندې کړي.

په همدې لړ کې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې دورې یو مرستیال ټاکل شوی دی.

فایق، چې د پخواني جمهوري نظام راهیسې د افغانستان استازی پاتې شوی، د سې شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې افغانستان ویاړي چې د عمومي اسمبلۍ د مرستیالانو له ډلې ټاکل شوی او هیله لري چې د نورو هېوادونو ترڅنګ د دې دورې د موخو په پلي کېدو کې اغېزمن رول ولوبوي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۱مه دوره د سپتمبر په میاشت کې پیل شي.

د یوناما د ماموریت په اړه اختلافات

د امنیت شورا غړي په عمومي ډول غواړي چې افغانستان ټول‌شموله حکومت، د نړیوالو ژمنو درناوی او له ترهګرۍ پاک چاپېریال ولري، خو د دې اهدافو د ترلاسه کولو په لاره کې اختلافات لري.

متحده ایالتونه ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت باید بیا وارزول شي او د هغو دندو کچه راکمه شي چې یا تکراري دي او یا هم د اوسنیو شرایطو له مخې عملي کېدل ګران دي.

خو چین او روسیه استدلال کوي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره اقتصادي او پرمختیايي مرستې د ښځو د حقونو په څېر شرطونو پورې ونه تړي او له طالبانو سره د فشار پر ځای تعامل ته لومړیتوب ورکړي.

په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت لا هم هڅه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي، خو دا غوښتنه تر اوسه نه ده منل شوې.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې د دواړو لورو ترمنځ پراخې نښتې شوې چې پکې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم په وروستیو اوونیو کې د نښتو شدت کم شوی، خو په کونړ کې د پاکستان هوايي بریدونه او د کابل پر فضا د بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیت راپورونه ورکړل شوي دي.

چین د اپرېل له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د سینکیانګ په ارومچي ښار کې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ غیر رسمي خبرې هم تنظیم کړې وې. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو لورو موافقه کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ستونزو لپاره "هر اړخیز حل" ولټوي او ترهګري یې د دواړو ترمنځ د اړیکو اصلي ستونزه بللې ده.

په عین حال کې، د طالبانو حکومت له روسیې سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته دوام ورکړی او د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ په مې میاشت کې کابل او قطر ته سفرونه کړي دي.

د بشري حقونو وضعیت او د ښځو محدودیتونه

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، نور هم خراب شوی دی.

یوناما د مې په ۲۱مه د طالبانو له خوا د یوې نوې مقررې په اړه ژوره اندېښنه وښوده چې د مې په ۱۴مه اعلان شوې او د میړه او مېرمنې ترمنځ د جلاوالي اصول تنظیموي. یوناما ویلي چې په دې مقرره کې داسې مواد شته چې د ماشومانو د ودونو د اجازې احتمال پیاوړی کوي، ځکه د بلوغ عمر ته د رسېدلې نجلۍ چوپتیا د واده رضا ګڼل کېدای شي.

یوناما ویلي چې دا اقدام د افغان ښځو او نجونو د حقونو لا محدودول او په قانوني او عملي ډول د تبعیض پیاوړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، هم د اپرېل په دوهمه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ماینونه او ناچاودېدلي مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند ګواښي. د هغه په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د چاودېدونکو توکو له امله ۴۷۱ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۷ سلنه یې ماشومان دي.

بشري بحران او ستنېدونکي کډوال

افغانستان لا هم د نړۍ له سختو بشري بحرانونو سره مخ هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې نیمایي نفوس، یعنې ۲۱.۹ میلیونه کسان، سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې میلیونونه کسان د خوړو له سخت کمښت او د ماشومانو د خوارځواکۍ له جدي ستونزې سره مخ دي.

همداراز، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د بشري ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي. ملګرو ملتونو د مې په ۱۹مه د افغان راستنېدونکو لپاره د ۲۰۲۶ کال د مرستې پلان اعلان کړ چې د ۲.۷ میلیونه ستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۵۲۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري