د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د طالبانو له لوري په عام محضر کې د خلکو «اعدام» کول غندلي او هغه یې د «نړیوال قانون خلاف» عمل بللی دی.
ریچارد بنیت د افغانستان د خوست په ولایت کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د یو کس د «اعدام» کولو په غبرګون کې ویلي دي چې «دا باید بند» شي.
نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «په عام محضر کې اعدامونه غیر انساني، وحشي او غیر معموله سزا او د نړیوال قانون خلاف دي. دا باید بند شي.»
د طالبانو حکومت وایي چې د سه شنبې په ورځ، ډسمبر دویمه، یې د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې «یو قاتل قصاص» کړ.
د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په حساب کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې «قصاص» شوی کس د یو بل کس «د عمدي قتل په تور» نیول شوی و او د طالبانو محاکمو پرې د «قصاص» حکم کړی و.
دا «قصاص» په عام محضر کې و او عام خلک یې هم نندارې ته ورغلي وو.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او د راپورونو په اساس، له هغه راهېسې یې د خپلو محاکمو د حکمونو په اساس ۱۳ تنه په عام محضر کې اعدام (قصاص) کړي دي. د دې تر څنګ، د «غلا، زنا، شراب خورۍ» او دا ډول نورو تورنو په اساس یې هم په عام محضر کې سلګونو خلکو ته سزاوې ورکړې او په درو یې وهلي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو د طالبانو دا ډول سزاګانې غندلي، هغه یې د بشري او نړیوالو قوانینو خلاف بللي او د ژر تر ژره بندولو غوښتنه یې کړې ده.