م م: د سوریې بحران په «لویې تباهي» اوښتی دی

د سوریې-لبنان پوله

ملګري ملتونه وايي چې په سوریې کې بشري بحران د ((لویه تباهي)) کچې ته رسیدلی دی. دغه سازمان وايي چې د مرستو پروګرام به وغځوي او یو میلیون نورو کسانو ته به هم د مرستو د رسولو هڅه وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام، یا WFP ویانده الېزابیت بایرس نن وویل چې دغه سازمان پلان لري چې په روانې میاشتې کې به1.75 میلیون سوریایانو ته خواړه برابر کړي. WFP وايي چې دوی به د مارچ په میاشتې کې 2 میلیونه کسانوته او د اپریل په میاشتې کې به 2.5 میلیونه کسانو ته خواړه برابر کړي.