د الشرع سره لیدنه؛ ګوتېرش د سوریې د بیارغونې لپاره د مرستو ژمنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سوریې په پلازمېنې دمشق کې د هغه هېواد له ولسمشر احمد الشرع سره کتلي دي.

دا په تېرو ۱۷ کالو کې سوریې ته د ملګرو ملتونو د یو سرمنشي لومړی سفر بلل کېږي.

انتونیو ګوتېرش د شنبې په ورځ [جولای ۲۵مه] د سوریې د بیارغونې لپاره د مرستو ژمنه وکړه ويې ویل چې پدې برخه کې باید له سوریې سره همکاري وشي.

ګوتېرش وویل: "هېڅ هېواد نشي کولی چې له یوې ډېرې سختې جګړې وروسته په یوازې توګه ځان له سره جوړ شي. زما په اند موږ باید ددې کار لپاره د سوریې له هوډ سره مرسته وکړو."

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي څنګ ته درېدلی و، د زیات نړیوال ملاتړ، په خاص ډول د اروپايي ټولنې د ملاتړ لپاره د دمشق پر غوښتنو ټینګار وکړ.

الشیباني وویل چې د سوریې د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په غونډه کې، دواړو خواوو د سوریې د بیارغونې لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ په زیاتولو او د بې ځایه شویو کسانو د کمپونو د تړلو په اړه د دمشق پر پلان خبرې وکړې.

دمشق ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي سفر د سوریې د نویو واکمنانو لپاره یو بل ډیپلوماتیک بریالیتوب ګڼل کیږي.

په ترکیې کې د ناټو سرمشریزې په لړ کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې ولسمشر ته وویل چې متحده ایالتونه ښايي سوریه د هغو هېوادونو له نوملړه لېرې کړي چې واشنګټن یې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه ګڼي. په دې غونډې کې ټرمپ دا هم وویل چې پر سوریې د امریکا د بندیزونو لیرې کول "یوه لویه مرسته" وه او دا هېواد یې "ډېر باثباته" وباله.

په همدې حال کې ټاکل شوې ګوتېرش د سوریې د مدني ټولنې له استازو سره وګوري او د جولای په ۲۷مه د هغه هېواد د پارلمان غړو ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن ډوجاریک ویلي چې ګوتېرش به سوریې ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې "د ټولو سوریایانو لپاره د یو ډېر باثباته، ټولشموله او سوکاله راتلونکي په جوړولو" ټینګار وکړي.