د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر څاري

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا UNHCR وایي د افغان ستنېدونکو ۵۸ سلنه برخه ښځې دي، په داسې حال کې چې ۵۱ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري. دا اداره زیاتوي چې ښځې او ماشومان د هغو کسانو لویه برخه جوړوي چې مرستې ورسره شوې دي.

دا اداره زیاتوي چې په ټوله کې ۸۰ سلنه اړمن او له مرستې برخمن کسان ښځې او ماشومان دي. دوي وایي د اګست له ۹مې تر ۱۵مې پورې یې له پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ۲ زره او ۳۵۹ افغانانو سره مرسته کړې ده.

د (یو ان اچ سي آر) د وروستیو شمېرو له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه ۲ زره او ۲۹۱ کسان له پاکستانه راغلي، چې د ټول شمېر شاوخوا ۹۷ سلنه جوړوي. له ایران څخه بیا ۵۷ کسان، چې شاوخوا ۲.۴ سلنه کېږي، راستانه شوي، په داسې حال کې چې شپږ کسان له تاجکستان او پنځه نور له نورو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

شمېرې ښيي چې د راستنېدونکو ۴۸ سلنه کورنیو سرپرستي د ښځو له خوا کېږي، چې دا افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو ډېرو کورنیو ځانګړی زیان‌منونکی وضعیت دی.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه د ډېرو راستنېدونکو د استوګنې دپاره ټاکل شوي دي. خوست د ۳۷ سلنې په لرلو سره د راستنېدونکو د احتمالي مېشتېدو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د UNHCR معلومات همداراز ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې د مرستې ترلاسه کوونکو ستنېدونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې، له ۳۸۳ زرو ډېر افغان راستنېدونکي ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې د راستنېدونکو ټولیز شمېر له ۱.۱۶ میلیونو اوښتی دی.

دا اداره وايي، راستنېدونکو ته په ورکړل شوو مرستو کې نغدي مرسته، د ترانسپورټ اسانتیا، د لومړنیو مرستندویه توکو برابرول او ګرم خواړه شامل دي.