د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی، خو د ناټو غړو هېوادونو له افغان ولس سره خپلې کړې ژمنې هېرې کړې او د دغه هېواد له ملکي وګړو یې مخ اړولی دی.
د ناروې د کډوالو شورا په یوې تازه اعلامیې کې، چې د اګست په لسمه خپره شوې، ویلي، له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو، ډیپلوماټانو او پراختیايي ادارو وتلو وروسته چې اوس یې پنځه کاله پوره شول، د دغه هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو له دوام سره سره، د بشري مرستو لپاره نړیواله بودجه په پرلهپسې ډول کمه شوې ده.
د شورا د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان شاوخوا ۹۶ سلنه تمویل شوی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه ۴۲ سلنې ته راټیټه شوه، او د روان کال تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.
ددې بنسټ په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو څخه زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له امله یې په هغه هېواد کې چې لا له مخکې له ګڼو بحرانونو سره مخ دی، بشري اړتیاوې لا زیاتې شوې دي.
د اقلیمي بدلونونو له امله پرلهپسې طبیعي پېښې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره د فرصتونو محدودېدل، د افغان کورنیو ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ وايي، د ناټو هېوادونو د مرستو د کمېدو له امله بشري ادارې اړې شوې چې د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو مرستې راکمې کړي.
ایګلنډ وايي، میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي او له داسې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي چې باید خپل ژوند له سره پیل کړي.
د نوموړي په وینا، تر ۷۳ سلنې پورې بېرته ستنېدونکي کسان بېکاره دي او د کار او عاید د پیدا کولو فرصتونه ډېر محدود دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، سرپناه او د معیشت ملاتړ د بېرته ستنېدونکو افغانانو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي خو د مرستو د بودیجې کمېدو له امله ډېرې کورنۍ د مناسب کور له نشتوالي او د خپلو ماشومانو د خوړو له کموالي سره مخ دي.
افغان چارواکي پلان لري چې بېرته ستنېدونکو کورنیو ته د ځمکو د وېش له لارې د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر اسانه کړي. خو د کډوالو د زیات شمېر، د ځمکو د وېش د پېچلي بهیر، د کافي پانګونې نشتوالي او د اساسي خدمتونو د کمښت له امله د دې پروګرام بریالي پلي کېدل له ستونزو سره مخ دی.
د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د اوږدمهاله حللارو او اقتصادي بیا رغونې لپاره پانګونه زیاته کړي.
دغه شورا همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان چارواکو سره جدي او رغنده تعامل وکړي، څو سیاسي مسایل د بشري مرستو او اساسي خدمتونو د وړاندې کولو پر بهیر اغېز ونه کړي او زیانمنې افغان کورنۍ وکړای شي د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره اړینې مرستې ترلاسه کړي.
فورم \ دبحث خونه