ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ ( د فبرورۍ ۱۱) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده کړو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې له زده کړو څخه د افغان نجونو او ښځو د محرومیت "۱۶۰۷ ورځې" تیریږي چې د "له لاسه وتلی څلور کلن فرصت او تیارې راتلونکې" څرګندونه کوي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې تر واکمنېدو لږ وروسته افغان نجونې او ښځې د منځنیو او لېسو ښوونځیو له زده کړو څخه منع کړې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې هغوی له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه هم راوګرځولې.
ملګرو ملتونو د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغان ښځو او نجونو له زده کړو محرومول نه یوازې د هغوی د "ګوښه کېدو" لامل کېږي بلکې د هېواد د پراختیا او اوږدمهاله هوساینې پر وړاندې خنډ هم ګرځي.
دې سازمان د طالبانو حکومت ته په خطاب کې لیکلي: "اجازه ورکړئ چې افغان نجونې زده کړې وکړي."
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ماموریت هم د دې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "له نرسانو او قابلو نیولې تر څېړونکو پورې، د ښځو او نجونو فعاله ونډه د افغانستان د روغتیا او هوساینې لپاره حیاتي ګڼل کیږي. ښځې باید د ساینس په زړه کې خپل ځای ولري."
ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ۲.۲ میلیون نجونې د منځنۍ کچې له زده کړو بې برخې پاتې شي او د هغوی راتلونکي فرصتونه او د هېواد پراختیا په جدي توګه محدوده شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "د بشري ټولنې په بیلابیلو برخو کې پرمختګ د میرمنو او نجونو نوښتګرې ونډې ته اړتیا لري او دا پداسې حال کې امکان لري چې ښځې او نجوني زده کړې ته لاسرسی ولري."
پخواني ولسمشر کرزي پدې پیغام کې افغان میرمنو او نجونو ته سپارښتنه کړې ده چې د هیواد د لا پرمختګ په موخه، زده کړې او علم ته د لاسرسي لپاره دې له هرې ممکنې لارې څخه د کار اخیستو زیار اوباسي.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که د ښځو او نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو په هغه هېواد کې به له زده کړو څخه د محرومو نجونو شمېر له څلورو میلیونو څخه هم واوړي.
"د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ" له ۲۰۱۵ کال راهیسې هر کال د فبرورۍ په ۱۱مه نمانځل کېږي، چې موخه یې په ساینس، ټکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضیاتو کې د ښځو او نجونو د بشپړ او برابر لاسرسي لپاره د نړیوالو هڅول دي.
سره له دې چې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو سخت دریځ له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ شوی، طالبانو د دې بندیز په پیل کې هغه موقتي وباله او ویلي یې وو چې د اسلامي شریعت سره سم د نجونو لپاره پر تعلیمي نصاب او مناسب درسي چاپېریال کار کوي.
خو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په دې برخې کې هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.