په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ وویل چې نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان د پام وړ معلولیت لري او ورسره ژوند کوي، چې اکثره یې په هیواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او شخړو له امله دي.
د یوناما په باور، معلولیت لرونکي کسان باید د ټولنې په ټولو برخو کې د پرېکړو، پلان جوړونې او د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې په بشپړ ډول ونډه ولري.
یوناما د دسمبر درېیمې، د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې دا ورځ یو ساده خو پیاوړی حقیقت څرګندوي، هغه دا چې معلولیت لرونکي وګړي یوازې د مرستې مستحق نه دي، بلکې خپل غږ، ونډه او حقونه لري چې باید درناوی یې وشي او د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پرمختګ کې د فعال ګډونوال په توګه وپېژندل شي.
د بیان له مخې، په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وچکالۍ او کمزوري روغتیايي او اقتصادي سیستمونه د دې لامل شوی چې معلولیت په هېواد کې زیات شي. په تېره نیمه پیړۍ کې په افغانستان کې د معلولیت یو له اصلي لاملونو څخه خښ شوي ماینونه او ناچاودې توکي دي.
ملګرو ملتونو څو میاشتې وړاندې راپور ورکړ چې په افغانستان کې ۳.۳ میلیونه خلک د جګړې څخه پاتې شویو د خښ شويو ماینونو او چاودیدونکو توکو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سږکال په مارچ میاشت کې راپور ورکړ چې افغانستان لاهم په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خښ شویو ماینونو او ناچاودو توکو پوښل شوی، چې اوسمهال له ۴۰۱ ولسوالیو څخه دوه پر دریمه کې یې خښ شوي ماینونه پاتې دي.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې هره میاشت لږترلږه ۵۵ کسان، چې اکثره یې ماشومان دي، د جګړې څخه د پاتې خښ شویو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.
خو په افغانستان کې د ماین پاکولو ادارو چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ماین پاکولو عملیاتو لپاره بهرنۍ مرستې د طالبانو له خوا د هیواد کنټرول ترلاسه کولو راهیسې کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د یوناما د دفتر مرستیال، اندریکا راتواټې ویلي: «موږ باید په خپلو ټولو فعالیتونو او پروژو کې ډاډ ترلاسه کړو چې معلولیت لرونکي کسان د ژوند په ټولو برخو کې بشپړ ګډون ولري. د هغوی ملاتړ او د لاسرسي تضمینول د یو سولهییز، عادلانه او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره اړین دی.»
ملګري ملتونه همدارنګه د افغانستان د ټولو معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د ملاتړ پر دوام ژمنه تازه کوي او وایي، د هغوی مشارکت ټولنې پیاوړې کوي، زغم زیاتوي او د ټولو افغانانو لپاره د عادلانه راتلونکي لارې هواروي.