په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) ویلي چې په طبیعي پېښو کې د اغېزمنو شویو افغانانو سره د مرستې دپاره یې د څیړنیزو بحثونو یوه لړۍ بشپړه کړې او هیله یې ښودلې چې دا ګام به یې په افغانستان کې د روان بشري بحران له هوارولو سره مرسته وکړي.
یوناما د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو له کبله د بشري اړتیاوو د زیاتوالي او د بې ځایه شویو افغانانو ستونزو ته په کتلو سره د څېړنیزو سیمینارونو دې لړۍ د تیر کال راهیسې دوام درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د شپږو برخو سیمینارونو یوه لړۍ پیل شوه، تر څو افغانان ترې خپل غږ پورته کړي، شواهد شریک کړي، او د اقلیم د ملاتړ لپاره رامنځته شوې هڅې دوامدارې او لا پیاوړې کړي.»
یوناما چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا ورته د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره دنده ورکړل شوې، د ساموېل هال په نوم د پالیسۍ یو خپلواک څېړنیز مرکز سره په ګډه دا بحثونه په لاره اچولي دي. د سیمینارونو په دې لړۍ کې د ملګرو ملتونو، نورو نادولتي سازمانونو او سیمه ایزو ادارو استازو او کارپوهانو برخه اخیستې ده.
په افغانستان کې، چې نږدې ۷۰ سلنه نفوس یې په زراعت تکیه لري، د اوبو د کمښت له امله میلیونونه خلک د خوړو د ناامنۍ له زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ ګڼل کیږي.
یوناما ویلي، د پایتخت کابل په څېر ښاري مرکزونه د ځمکې لاندې اوبو له جدي کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې په ورته وخت کې، نا اټکل شوي موسمي سیلابونه په دوامداره توګه د خلکو ژوند، کورونه او شتمنۍ ویجاړوي، چې دا ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.
دا حالت له خپلو کورونو څخه د ډیرو افغانانو د بې ځایه کیدو لامل ښودل شوی دی. د ملګرو ملتونو د هابیتات سازمان چې خلکو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې فعالیت کوي، هم ویلي چې په په روان روان میلادي کال کې ۴.۲ میلیون افغانان په بیړنۍ توګه سرپناه او نورو اولیه مرستو ته اړتیا لري.
یوناما وايي چې د شپږو غونډو په ترڅ کې، ګډونوالو په افغانستان کې د طبیعي پیښو اغېزې، د اوبو د سرچینو مدیریت، د ښځو، او ماشومانو وضعیت، او همدارنګه د سولې او امنیت ترمنځ اړیکې څېړلي دي.
یوناما په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «دغو بحثونو دا روښانه کړه چې ستونزې که څومره پېچلې دي، خو په سیمه ییزه کچه د مرستې لپاره قوي هوډ او د پام وړ تخصص هم شته دی.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وايي چې ددغو سیمینارونو ګډون کوونکو داسې لیدلوري او سپارښتنې وړاندې کړي چې د مرسته کوونکو سره په افغانستان کې او مرستندویه پروګرامونو د عملي کولو لپاره لارښود برابروي او هغه برخې په ګوته کوي چې لازیاتې همکارئ ته اړتیا لري.