د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما نوې راپور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میلیونه کسان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، لاهم خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نلري.

په دې راپور کې چې د فبروري په اتمه خپور شوی، پر ښځو د محدودیتونو پر زیاتوالي، خپلسره نیونې او "تر مرموزو شرایطو لاندې" د افغانستان د پخواني حکومت د کارکوونکو وژلو ته اشاره شوې ده.

د یوناما په دې راپور کې د ښځو د حقونو اړوند مسایلو، د مرګ سزا، بدني مجازات، د پولو په اوږدو کې پېښو، د پخوانیو چارواکو او د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو له پخوانیو غړو سره چلند، د بیان ازادي، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، او د طالبان حکومت د عدلي اجرااتو ته هم اشاره شوې ده.

د ښځو په وړاندې محدودیتونه

په دې راپور کې پر میرمنو باندې د بندیزونو پر لا زیاتیدو اندېښنه څرګنده شوې ده. د یوناما په راپور کې د میرمنو د کار، زده کړې، د تګ راتګ پر ازادیو، د بیان پر ازادی او حتی روغتیایي مرکزونو ته له محرم پرته د تګ محدودیتونه په ډاګه شوي.

د راپور په اساس، د سپټمبر له ۷ نېټې څخه راهیسې طالبانو په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ښځینه افغان کارکونکو، قراردادیانو او مراجعین، د دې سازمان دفترونو ته له ننوتلو څخه منع کړې.

د راپور په اساس، طالبان د قندهار او ارزګان په ولایتونو کې له ناڅاپي لیدنو سره، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي، تازه لارښوونې وړاندې کړې دي چې په اساس یې، بې محرمه ښځې باید روغتونونو یا کلینیکونو ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

د یوناما د بشري حقونو په راپور کې راغلي چې د ښځو قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د اقداماتو د منظمو خپرونو سره سره، چې په کې د ۸۰۶ قضیو حل او فصل هم شامل دی، یوناما د جبري ودونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړي دي، چې دا د ۲۰۲۱ کال د دسمبر د درېیمې نېټې د ښځو د حقونو په اړه د فرمان خلاف دي، چې اجباري ودونه منع کوي.

د بیان ازادي

د یوناما په دې راپور کې، په افغانستان کې د خصوصي رسنیو په وړاندې د طالبانو د حکومت د وروستیو اقداماتو یادونه شوې او راغلي چې په تلویزیونونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز د پلي کولو ساحه ۲۵ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

په دې راپور کې همدارنګه په ټول افغانستان کې د فایبر نوري انټرنټ او مخابراتي خدماتو د ۴۸ ساعته پرچاوۍ یادونه شوې او ویل شوي چې دې مسلې متشبثین، د هغو ښځینه متشبثینو په ګډون چې د خپلو سوداګریو د ودې لپاره د ټولنیزو شبکو پر پلټ فارمونو تکیه کوي، اغېزمن کړل.

که څه هم د طالبانو چارواکو د انټرنټ د پرې کېدو لامل د محتوا د فلټرونو نصبول وبلل، خو تر اوسه د دغو فلټرونو د کارولو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

د مرګ او بدني مجازات

یوناما وایي چې د نړیوالو بنسټونو د پرله پسې مخالفت او نیوکو سره سره چې په افغانستان کې د بدني مجازاتو او مرګ سزا د درولوغوښتنه کوي، د طالبانو حکومت دې لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر ۳۱ پورې، یوناما د لږ تر لږه ۲۸۷ کسانو (۲۵۳ نارینه، ۳۰ ښځې، ۳ هلکان او یوه نجلۍ) د بدني مجازاتو پېښې مستند کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دې ډلې د مشرتابه د حکم له مخې په افغانستان کې شپږ کسان اعدام شوي او ۱۱۱۸ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د پخواني نظام چارواکي او امنیتي ځواکونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر او نوامبر میاشتو ترمنځ د پرځېدلي جمهوري نظام لږترلږه ۱۴ سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په همدې مودې کې یې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږترلږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ موارد ثبت کړي دي.

راپور همداراز زیاتوي چې د ډسمبر په نهمه د پروان ولایت په دوبندي او سنګي خېلو سیمو کې له پخواني دولت سره تړلي دوه کسان هم په جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې د پخوانيو پوځیانو د وژنو، نیونو او شکنجو اړوندې ادعاوې رد کړي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني دولت د چارواکو او پرسونل غچ اخیستونکو وژنو او جبري لادرکه کولو ته دوام ورکوي.

د یوناما تازه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، امینه جین محمد، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو له سرغړونو سترګې پټې نه کړي.

خو طالبان ادعا لري چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه د اسلام د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.