په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په کونړ ولایت کې د یوې زوروې چاودنې د تعقیبولو خبر ورکړی او د معلوماتو غوښتنه یې کړې ده.
یوناما د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۹مه] په یوې اعلامیې کې لیکلي: "یوناما پېښه تعقیبوي او د چاودنې اړوند څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې ده."
د لومړنیو راپورونو له مخې، د شنبې په سهار د کونړ ولایت په مرکز کې د شګي منځني ښوونځي ته څېرمه په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.
د طالبانو د حکومت چارواکو وویل چې د چاودنې ډیری قربانیان ماشومان او د ښوونځي زده کوونکي دي.
یوناما په خپلې اعلامیې کې د "ملکیانو د ساتنې پر ارزښت" ټینګار کړی او لیکلي: "د ملکیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو وژل کېدل ډېر دردونکي دي او دا ښیي چې د تاوتریخوالي ویجاړوونکې پایلې د افغانستان په ټولو برخو کې خپلو اغېزو ته دوام ورکوي."
د طالبانو حکومت ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، چاودنه د کان کیندنې شرکتونو د چاودېدونکو توکو له یوې زیرمې څخه رامنځته شوې، او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي د تعلیمي مرکزونو د ساتنې غوښتنه کړې او په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "ښوونځي باید د زده کړې لپاره خوندي ځایونه وي او ماشومان باید تل خوندي وساتل شي."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسیف) هم د چاودنې په اړه ورته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې "ښوونځی باید د هر ماشوم لپاره خوندی ځای وي".