د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو مشران او استازي دا اونۍ د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلنۍ عمومي غونډې لپاره په نیویارک ښار کې راټول شوي څو د نړۍ مهمې مسئلې او ننګونې وڅېړي.
د ملګرو ملتونو سازمان له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۵ کال کې ددغه سازمان د ۵۱ بنسټ اېښودونکو غړو هېوادونو لخوا رامنځته شو او له هغه وخت راهیسې یې د غړو شمېر ۱۹۳ ته پراخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمده او پالیسي جوړوونکی ارګان عمومي اسمبلي ده چې د غړو هېوادونو د نفوس، ځواک او اندازې په پام کې نیولو پرته هر هېواد یوازې یوه رایه لري.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د نړۍ د سولې او امنیت، پراختیايي چارو، بشري حقونو، کډوالۍ او بشري ناورینونو په څېر مهمو نړیوالو موضوعاتو باندې بحث کیږي. همدارنګه د ملګرو ملتونو بودیجه تصویبوي، د امنیت شورا غیر دایمي غړي ټاکي، د امنیت شورا د سپارښتنې پر بنسټ ددغه سازمان سرمنشي ټاکي، او داسې پرېکړه لیکونه تصویبوي چې د نړیوالې ټولنې دریځونه منعکسوي.
د عمومي اسمبلۍ کلنی اجلاس هر کال د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک ښار کې ددغه سازمان په مرکزي دفتر کې ترسره کیږي. ددغه اجلاس په مهال تر ټولو ډېر پام هغې عمومي غونډې ته وي، چې د نړۍ مشران پکې ویناوې کوي او د خپلو هېوادونو لومړیتوبونه او د نړیوالو موضوعاتو په اړه دریځونه بیانوي.
په عمومي غونډه کې د هېوادونو د مشرانو ویناوې
د اوږدې مودې دود له مخې، برازیل تل لومړنی غړی هېواد وي چې وینا کوي. د ملګرو ملتونو چارواکي وایي چې د سازمان د جوړېدو په لومړیو کلونو کې، کله چې نورو هېوادونو لومړۍ وینا کولو ته زړه نه ښه کاوه، برازیل دا نوښت وکړ.
امریکا چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر کوربه ده، دویم هېواد وي چې عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي.
له هغه وروسته د ویناوالو لېست د مقام او د نوملیکنې د وخت پر بنسټ ترتیبېږي. لومړی د دولتونو مشران، وروسته مرستیالان او ولیعهدان، بیا د حکومتونو مشران، وزیران او ورپسې د پلاوو نور مشران خبرې کوي.
له مشرانو غوښتل کېږي چې خپلې ویناوې تر ۱۵ دقیقو محدودې وساتي خو دا محدودیت په جدیت سره نه پلی کیږي.
که څه هم د عمومي اسمبلۍ ډېری پرېکړه لیکونه قانوني الزام نه لري، خو دا اداره د نړۍ تر ټولو لوی دیپلوماټیک فورم بلل کېږي او ډېری وخت د نړیوالو افکارو، سیاسي فشارونو او نړیوالو اجنډاوو پر ټاکلو اغېز کوي.
د سږګال د عمومي غونډې موضوع
د عمومي اسمبلۍ هره دوره ځانګړې موضوع لري. مشران ښایي په لنډه توګه دې موضوع ته اشاره وکړي، او وروسته هره هغه موضوع مطرح کولای شي چې غواړي پرې خبرې وکړي. د سږکال د غونډې موضوع «د باور بیا رغول، د بدلون مدیریت: داسې ملګري ملتونه چې د ټولو لپاره پایلې لري.»
افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له ۵۱ بنسټ ایښودونکو هېوادونو هېوادونو څخه دی. په دې لیست کې د امریکا متحده ایالتونه، بریتانیا، چین، هند، فرانسه، مصر او ایران هم شامل دي.
په ۱۹۵۵ کال کې د سړې جګړې په ترڅ کې، د استرالیا، ایټالیا، هسپانیې، پرتګال، رومانیا او هنګري په ګډون ۱۶ هېوادونه د ملګرو ملتونو په سازمان کې شامل شول.
په ۱۹۶۰ کال کې، د سومالیا، نایجریا، کانګو او مالي په شمول ۱۷ تازه ازاد شوي افریقايي هېوادونه په دې سازمان کې اضافه شول. په ۱۹۶۰مې لسیزې په دوهمه نیمايي کې د افریقا، کرابین او پسیفیک ګڼ نور هېوادونو کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې داخل شول.
له سړې جګړې وروسته، د ۱۹۹۰مې لسیزې په پیل کې له شوري اتحاد څخه د مرکزي اسیا او او بالتیک د ګڼو هېوادونو له جلا کېدو وروسته دا هېوادونه د ملګرو ملتونو په سازمان کې شامل شول. په دې کې لاتویا، لیتوانیا او استونیا هم دي.
په ملګرو ملتونو کې د لاتویا استازې سانیتا دېسلاندېس وايي کله چې ۳۵ کاله وړاندې، د دغو دریو هېوادونو بیرغونه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پورته شول. دا یوه تاریخي شیبه وه چې د شوروي د نږدې ۵۰ کلونو اشغال وروسته د بالتیک هېوادونه د ازادو او خپلواکو دولتونو په توګه نړیوالې ټولنې ته بېرته ستانه شول.
د ملګرو ملتونو ترټولو وروستی غړی جنوبي سوډان دی چې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د ۲۰۱۱ کال په جولای کې په دې سازمان کې شامل شو.
تمه کېږي چې سږکال د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه دوره کې په بحثونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګونه او اندېښنې یوه عمده موضوع وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرداریو ته باید جدي پاملرنه وشي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دا اوونۍ پر مصنوعي ځیرکتیا بحث کوي.