د نړۍ مشرانو نن دوشنبې (سپتمبر ۲۸) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په وروستۍ ورځ د نړیوال امنیت، اقتصادي ننګونو، عامې روغتیا او د نړیوالو بنسټونو پر اصلاحاتو تمرکز وکړ.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره له ملاقات وروسته په سیمې کې د روانو شخړو په اړه د پاکستان «ژوره اندېښنه» شریکه کړې او په زغم او دوامدارې دپلوماسۍ یې ټېنګار کړی دی.
د ایران په رژیم باندې د نړیوالو مشرانو د انتقادونو په ترڅ کې د ناټو مشر مارک روټه ویلي دي، چې د ایران حکومت ته د خپلو خلکو ګټې مهمې نه دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د امریکا په نیویارک ښار کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې دوام لري او د نړۍ مشران پکې بیانیې ورکوي.
د امریکايي او ایراني پلاویو ترمنځ بیا خبرې پیل شوې
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۳) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سره خبرو ته چمتو دي، خو داسې کوم څه لا پلان شوي نه دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او مقاماتو سره ملاقاتونه کړي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او سلاکار جرد کوشنر د سه شنبې په ورځ «سپتمبر۲۲» د ایران د منځګړو سره ډېر «رغوونکی ملاقات» درلوده.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د ونیا پر مهال د متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې په اقتصادي توګه د ایران په منزوي کولو کې له متحدو ایالتونو سره یو ځای شي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو مشران او استازي د نړۍ مهمې مسئلې او ننګونې څېړي. د ملګرو ملتونو د جوړېدو تاریخ او د اهمیت په اړه معلومات دلته وګورئ.
د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډې کې د ولسمشر ټرمپ وینا.
نور پورته کول