د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د امریکا په نیویارک ښار کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې دوام لري او د نړۍ مشران پکې بیانیې ورکوي.
د دې اسامبلې د تیرو دریو ورځو د بحثونو یوه څرګنده ځانګړنه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو سیمو له کړکېچونو سره سره، د جګړو د کمولو، د خبرو اترو د بیا پیل او د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنې هم د مشرانو په ویناوو کې تکرار شوې دي.
د نورو مشرانو ترڅنګ د یمن د ولسمشر مرستیال، عبدالله عبدالقادر العالمي باوزر د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۴مه) وویل پداسې حال کې چې وسله والې ډلې د یمني دولت له واک څخه بهر فعالیت کوي، د سره سمندرګي په سیمه کې دوامداره سمندري امنیت نشي ترلاسه کیدی.
العالمي باوزر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې، وویل چې دا یوه "ستراتیژیکه تېروتنه" ده چې د دوامداره امنیتي ترتیباتو پر ځای په ډاډ تکیه وشي، او استدلال یې وکړ چې سره سمندرګي، باب المندب تنګی او د عدن خلیج به تر هغه وخته پورې زیانمنونکي پاتې شي چې ملیشې د یمن د ساحل په اوږدو کې سیمې کنټرول کړي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ماښام د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې په ایران کې به د خلکو ځواک ډیر ژر ظالم واکمنان مات کړي، شریر رژیم به نسکور شي او د ایران خلک به آزاد وي، او ټول به دا ورځ ولمانځي.
تر دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د خپلې وینا په یوه برخه کې ادعا وکړه چې د خپل ځان د دفاع لپاره ځواک غواړي، نه د تېري لپاره.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به تر دوشنبې ورځې د سپتمبر ۲۸ دوام وکړي.