ملګري ملتونه: افغانستان لا هم د بشري او بې ځایه کېدو له ژور کړکېچ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وايي، افغانستان لا هم د بشري او بې ځایه کېدو له ژور کړکېچ سره مخ دی، ځکه چې میلیونونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه په ورځ تر بلې سختو شرایطو کې خپل هېواد ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې وروستي سیمه‌ییز رپوټ له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه له پنځه میلیونه زیات افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي، چې په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او بشري سیستم باندې لوی فشار راوړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکوي چې د ستنیدونکو شمېر اوس شاوخوا ۱۲ سلنه د افغانستان د نفوس استازیتوب کوي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه خلک افغانستان ته ستانه شوي، پداسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اونیو کې نور ۱۵۰ زره کسان راورسیدل.

ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، ډیری راستنیدونکي ستړي او ستومانه راځي، محدود شخصي وسایل او سهولتونه لري او سرپناه، روغتیايي خدماتو او عایداتو ته یې لاسرسی هم محدود دی.

دا اداره رپوټ ورکوي چې د پاکستان څخه د پراخو ستنیدونکو بهیر جریان لري. دا پداسې حال کې ده چې ایران څخه هم افغانستان ته د بیرته ستنیدونکوشمیر زیات دی.

ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي د تمویل کمښت یوه جدي اندېښنه ده او زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د سیمې او د افغانستان وضعیت د ملاتړ لپاره له ۴۵۲ میلیونه ډالرو څخه زیات تمویل ته اړتیا ده.

سږکال دغې اداره خبرداری ورکړی و چې یوازې د افغان راستنیدونکو لپاره د اړتیا وړ تمویل ۸ سلنه ترلاسه شوی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان دننه بشري اړتیاوې پرځای پاتې دي. د مرستندویه ادارو اټکل دی چې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک په ټول هېواد کې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، پداسې حال کې چې د خوړو نشتوالی او کموالی د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند هم اغیزمن کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وايي، ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د زده کړې، کار او د ازاد تګ راتګ د محدودیتونو له امله زیانمنې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د موجوده تمویل اندازه یوازې له ۳ میلیارده ډالرو لږ څه زیاته وه چې د تیر کال په پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه کموالی ښيي او دا اداره به دیته اړه کړي چې په ټوله نړۍ کې د کارکوونکو او عملیاتو کچه کې کموالی راولي.

د دې ټولو ننګونو سره سره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې دوی به د افغان راستنیدونکو او زیانمنونکو ټولنو سره ملاتړ د بیړنیو مرستو، د ساتنې او ژغورنې چارو او سیمه‌ییزې همغږۍ له لارې جاري وساتي.