ملګري ملتونه وایي افغانستان ته اکثر ستنیدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د مې له ۳۱مې میاشتې د جون تر شپږمې پورې له پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو څخه ۶ زره او ۲۶۰ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او د ملګرو ملتونو له خوا ورسره مرستې شوې دي.

د کډوالو ادارې د تازه راپور له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه ۶ زره او ۱۷۴ تنه له پاکستان، ۷۶ تنه له ایران، ۹ تنه له تاجکستان او یو تن له نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور ښيي چې ۵۶ سلنه راستنېدونکي ښځې او ۴۴ سلنه نارینه دي. همدارنګه، ۵۵ سلنه راستنېدونکي تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي، او شاوخوا ۸۱ سلنه مرسته ترلاسه کوونکي ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ۳۷ سلنه د هغو کورنیو مشري ښځې کوي چې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د اسنادو له مخې، د راستنېدونکو تر ټولو لویه برخه، یعنې ۳ زره او ۴۱۳ تنه د پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو یا (POR Card) لرونکي وو. همدارنګه، ۲ زره او ۱۶۴ تنه بې اسناده، ۶۳۰ تنه د رضاکارانه ستنېدو (VRF) لرونکي او ۵۳ تنه د پناه غوښتنې د ثبت پاڼې لرونکي وو.

د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي په ننګرهار، کابل، لوګر، لغمان او پکتیا ولایتونو کې د مېشتېدو اراده لري. ننګرهار د ۳۶ سلنې، کابل د ۲۸ سلنې او لوګر د ۱۲ سلنې راستنېدونکو د احتمالي استوګنې ځای بلل شوی دی.

د کډوالوعالي کمشنرۍ وایي، له راستنېدونکو سره نغدي مرستې، د لېږد اسانتیاوې، خوراکي توکي او نور لومړني بشري خدمات برابر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې راهیسې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر له یو میلیون څخه اوښتی او یو میلیون، ۳ زره او ۸۴۶ تنو ته رسېدلی دی. یوازې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې ۲۲۱ زره او ۲۹۸ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی، چې سیمه‌ییزې جګړې او سیاسي بې‌ثباتي کولی شي د افغان کډوالو بشري وضعیت نور هم خراب کړي.