د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله اغېزمن شوي ماشومان او کورنۍ د ژمي بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي، چې دا مرستې د ګېټس بنسټ له لوري د امریکا د یونیسف صندوق له لارې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په مرستو برابرې شوې دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه مرسته دې ادارې ته دا توان ورکوي چې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره بېړنۍ نغدي مرستې برابرې کړي او همدارنګه د ژمي لپاره خېمې چمتو کړي، څو د یخ د موسم پر مهال د ماشومانو او میندو لپاره د اړینو مرستو بهیر دوام وکړي.
یونیسف ویلي، چې د دغو مرستو په ترڅ کې ۱،۰۴۵ هغو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي چې د زلزلو له امله زیانمنې شوې وې، او په ځانګړي ډول هغه کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې غړي یې په زلزلو کې ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي، ډاکټر تاجالدین اویواله، ویلي: «د ګېټس د بنسټ مرستې په ډیر مهم وخت کې رارسېدلي، ځکه کورنۍ د زلزلو وروسته د ژمي له تر ټولو سوړ او سخت پړاو سره مخ دي. دا مرستې له کورنیو سره کومک کوي چې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او تر ټولو مهمه دا چې د خوندي ځایونو او د ټولنې پر بنسټ د ملاتړ له لارې، د ماشومانو او میندو لپاره ژوند ژغورونکي خدمتونه حتی په سختو ژمنیو شرایطو کې هم روان وساتل شي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی، چې میلیونونه خلک د سختو موسمي حالاتو، وچکالۍ، د خوړو د کمښت، د کډوالو بېرته ستنېدو او کمزوري زیربناوو له امله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه دفتر د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي : "په افغانستان کې سخت او شدید ژمی تر ټولو زیات زیانمنونکي کسان ځپي.
په کنړ ولایت کې د درنې واورې د وریدو له امله د زلزله ځپلو خیمې ویجاړې شوي، لارې یې پر مخ تړلي او روغتیایی تاسیساتو ته یې د هغوي لاسرسی پرې کړې دی او په ځانګړې توګه یې ماشومان او د پاخه عمر خلک د خطر سره مخ کړي دي. عاجلو مرستو ته اړتیا ده."