د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خپلو ډیپلوماتانو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله په پېښور کې خپله قونسلګري تړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د چهارشنبې په ورځ (د مې ۶) په یو خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا سفارت به له دې وروسته د خیبر پښتونخوا د ایالت ټولې ډیپلوماتیکې چارې په اسلاماباد کې پر مخ یوسي.
په اعلامیه کې راغلي: «دا پرېکړه زموږ د ډیپلوماتیکو کارکوونکو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي.»
خیبر پښتونخوا له افغانستان سره ګډه پوله لري، او هلته د پاکستاني ځواکونو او هغو وسلهوالو ترمنځ بریدونه او سختې نښتې شوې دي چې اسلاماباد یې د افغانستان له ملاتړ څخه برخمن وسلوال بولي. خو طالب چارواکو په وار وار د پاکستان دا تورونه رد کړې دي.