د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې (سپتمبر ۱۶) په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې وویل چې د افغانستان ثبات ته «ستر خطرونه» د زیاتېدو په حال کې دي.

جورجیت ګانیون له کابل څخه په انلاین توګه دې غوندې ته وویل چې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د اندېښنو په هوارولو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

هغې وویل: «پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، انحصاري حکومتولي، د بشري حقونو کړکېچ او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو دوامداره شتون، چې افغانستان، سیمې او نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي، لا هم دوام لري.»

د یوناما سرپرستې وویل چې د دوی ارزونه ښيي چې طالبان اوس مهال له کوم پام وړ وسله‌وال یا سیاسي ګواښ سره مخامخ نه دي؛ خو «د هېواد د ثبات لپاره ستر خطرونه د زیاتېدو په حال کې دي او دغه خطرونه تر ډېره د واکمنو چارواکو له خپلو سیاستونو څخه سرچینه اخلي.»

ګانیون وویل چې یوناما په هرات کې د طالبانو د جامو د مقرراتو د پلي کولو په تړاو د ښځو او نجونو نیول ثبت کړي دي، او له دغو نیونو وروسته اعتراضونو ته هم د زور له کارولو سره ځواب ورکړل شوی دی. د هغې په وینا، یوناما په ټول افغانستان کې پر لږکیو د فشار زیاتوالی، د رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو نیول او ډارول هم ثبت کړي دي.

هغې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اقتصادي وده د نفوس له زیاتوالي سره همغږې نه ده پاتې شوې او د سرانه عاید کچه ۵.۶ سلنه راټیټه شوې ده. د ګانیون په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون یې له شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د یوناما سرپرستې زیاته کړه چې یوازې په روان کال کې نږدې ۱.۲ میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بېرته راستنېدونکو ټول شمېر ۶.۵ میلیونو ته رسېدلی دی. هغې خبرداری ورکړ چې د راستنېدونکو او کوربه ټولنو لپاره د دوامدار ملاتړ له نشتوالي سره، پر محدودو سرچینو سیالي کولی شي نارضایتي او بې‌ثباتي زیاته کړي.

ګانیون د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل چې دغه اړیکې لا هم «ډېرې د اندېښنې وړ» دي. هغې له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی او ترینګلتیا کمه کړي او د خبرو اترو له لارې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په ګډون، خپل اختلافات حل کړي.

د یوناما سرپرستې له طالبانو وغوښتل چې د ټول‌شموله حکومتولۍ په لور ګامونه واخلي، پر ښځو او نجونو محدودیتونه لغوه کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. هغې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره نړیوال تعامل، د دوحې د پروسې له لارې هم، باید دوام ومومي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو څرګندونې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې وشوې چې تر دې مخکې هم د دې سازمان بشري حقونو چارواکو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل تازه راپور د وړاندې کولو پر مهال، له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور «عملاً جرم» ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او سیاستونو دوام نه یوازې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز جوړښت هم ژوره اغېزه کوي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي په تیرو پنځو کلونو کې پر ټول افغانستان بشپړ کنټرول، د امنیت ښه والی، د زیربناو پراختیا او اقتصادي ثبات خپلې لاسته راوړنې بولي.