ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر۱۶) په خپلې درې میاشتنۍ (ربعي) کې د افغانستان په اړه ازاد بحث او غونډه وکړي.
ملګري ملتونه وايي چې په دې غونډې کې به دافغانستان لپاره د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره رباب فاطمه د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
د امنیت شورا په یو راپور کې ویل شوي دي چې له دغې غونډې وروسته به د افغانستان په اړه یوه بله خصوصي مشورتي غونډه هم کېږي.
رباب فاطمه به د امنیت شورا غړو ته په افغانستان کې د روان امنیتي، سیاسي، بشري او نورو چارو په اړه راپور ورکوي. یوناما په افغانستان روان وضعیت څاري، ارزوي او په اړه یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته راپور وړاندې کوي.
د بشري حقونو فعالان د امنیت د شورا له غړو څخه غواړي چې په دغې غونډې کې د افغانستان په روان وضعیت او په خاص ډول د نجونو او ښځو د حقونو په اړه جدي بحث وکړي.
رباب فاطمه د همدې کال د جولای په ۱۵مه نېټه د یوناما مشره وټاکل شوه. تر هغې مخکې روزا اوتنبایوا د یوناما مشره وه.
د افغانستان د طلوع نیوز خصوصي تلویزون د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله لیکلي دي چې هغوی له یوناما څخه غواړي چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو د حکومت ترمنځ د موجود واټن په ختمولو کې مثبته ونډه ولوبوي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه راهېسې یې په دغه هېواد کې تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو او ښځو په زده کړو، د ښځو په کار، سیاسي مشارکت او نورو برخو کې بندیزونه او محدودیتونه ولګول.
د بشري حقونو ډلې دا د جنسیت په اساس له ښځو او نجونو سره تبعیض بولي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان وایي چې د «افغان فرهنګ او شرعیت» له مخې نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي. د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.