د ارزگان د نجونو یواځنۍ لیسه د بندیدو له گواښ سره مخ ده

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ له امنیتي پلوه ډاډمن او ارام گڼل کیږي. لوړ پوړي پوځي مقامات وایي د امنیت د پراخولو پر لارو چارو باندي بوخت دي.

ملالۍ لیسه د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ولایتي مقام په سل میترۍ کې موقعیت لري. دې لیسې تیر کال د لومړي ځل لپاره نجونې له دولسم ټولگي څخه فارغې کړې خو اوس د دې لیسې په دولسم ټولگي کې یواځې نهه نجونې لوست کوي.

د ارزگان د نجونو لیسه چې د ښځینه زده کړو په برخه کې په تیرو ۱۴ کالو کې دې ولایت ته یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کیده اوس دا هیله په رژیدو ده.

د دې لیسې نجونې وایي د فرهنګي اوټولنیزو محدودیتونو سره سره لیسې ته د زده کړو لپاره راځي خو د ښوونکو د نه شتون په وجه یې درسونه نیمگړي دي او په ټوله ورځ کې ایله یو یا دوه مضمونونه لولي.

د دې ښوونځي زده کوونکې نوریه او پښتنه وایي ټول خطرونه یې پر ځان منلي، کورنیو یې دې ته غاړه اېښي چي دوی درس ووایي، خو استادانې نشته.

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزگان د نجونو د یواځنۍ لیسې رپوټ دلته کتلای شئ

دوی د حکومت د نه پاملرنې نه سر ټکوي او وایي نا هیلې شوې دي.

د لیسې مدیر وايي چې دوی د ۱۵ استادانو له تشکیل څخه یوازي یو رسمي استاده لري او د ښوونکو د نه شتون ستونزه د دې سبب شوې چې ځیې کورنۍ خپلي لوڼې له ښوونځي څخه وگرځوي.

هغه وایي "تیر کال د معارف وزارت دوه استادانې له کابل څخه را لیږلي وې ډير ښه وو مشکل مو ورسره حل وو، خو دا چې د ولسمشر لخوا مقرری بندې شوي موږ له غټ مشکل سره مخ یو حتی په نهم بست کي یو اجیر هم نشو گمارلی چي دې مو مکتب له سقوط له خطر سره مخ کړی."

د ارزګان د ولایت ویاند دست محمد نایاب وايي چې نوي والي تازه کار پیل کړی او لا هم د دې ولایت د اړتیاو پر ارزونه بوخت دی. د ارزگان د نجونو د لیسې په اړوند هغه وایي " که د معارف وزارت پدې برخه کې جدي او بیړنی ګام وانخلي ولایتي اداره به له خپلو امکاناتو څخه دې ته حل لاره انشاالله پيدا کړي."

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ له امنیتي پلوه ډاډمن او ارام گڼل کیږي. لوړ پوړي پوځي مقامات وایي د امنیت د پراخولو پر لارو چارو باندي بوخت دي.

په جنوب کي د ملي پوځ عمومي قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار وايي چي ژر به د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کي د ثبات د ټینګښت په موخه پوځي عملیات پيل کړي.