له دوو زورورو زلزلو نه ۶ ورځې وروسته اوس هم په وینزویلا کې پسلړزې دوام لري. د لاګوایرا ایالت له دغو زلزلو وروسته، د دوشنبې تر ماسپښین پورې د مړو شمېر له ۱۷۰۰ کسانو اوښتی او تر ۵۰ زرو زیات کسان لا هم لادرکه دي.
د ټرمپ ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې وینزویلا ته به خپلې بشري مرستې له ۳۰۰ میلیون ډالرو څخه هم زیاتې کړي. اوس مهال د امریکا له ۳۰۰ څخه زیات پرسونل په وینزویلا کې حضور لري، چې په کې د لاسانجلس او فېرفاکس د لټون او ژغورنې ډلې، پوځي پرسونل او د فدرالي بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارې (FEMA) کارکوونکي هم شامل دي.
د ژغورنې ډلې لا هم د کنډوالو له لاندې ژوندي کسان راباسي، په داسې حال کې چې متحده ایالتونه د ناورین د ځوابي عملیاتو مشري کوي.
چارواکو ویلي چې شاوخوا ۶۰ زره کسان اوس هم لادرکه دي او د هر ساعت په تېرېدو سره د هغو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیلې کمزورې کېږي چې خاورو خځلو لاندې بند دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د لاګوایرا ایالت زلزلهځپلي د خوړو، اساسي خدمتونو، مخابراتي اړیکو، اوبو او برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي. دغه سازمان زیاته کړې چې نږدې اووه میلیونه کسان د دې زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په زلزلهځپلو سیمو کې له نهو روغتیايي مرکزونو څخه درې یې سخت زیانمن شوي او شپږ نور یې هم زیان لیدلی، خو په محدود ډول فعالیت کوي.
سربېره پر دې، د روغتیايي کارکوونکو نادرکه کېدو د ټپیانو درملنه او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا هم ستونزمن کړي دي.
د وینزویلا چارواکو ویلي چې د دې زلزلې له امله له ۷۷۰ څخه زیاتې ودانۍ یا په بشپړ ډول نړېدلې او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.
د امریکا د جیولوجیکي چارو ادارې اعلان کړی چې لومړی د ریکټر په کچه د ۷.۲ درجې زلزله د چهارشنبې په ورځ د کاراکاس ښار لوېدیځ ته شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره واټن کې وشوه او تر یوې دقیقې لږ وروسته په همدې سیمه کې د ریکټر په کچه د ۷.۵ درجې بله زلزله هم پېښه شوه.
ددې ادارې د معلوماتو له مخې تر دې مخکې په ۱۸۱۲ کال کې هم یوه خورا سخته زلزله شوې وه چې د وینزویلا د کاراکاس او مریدا ښارونه یې ویجاړ کړل او نږدې ۳۰ زره کسان یې ووژل.