د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ۲.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پر اوکراین د پاتریوت دفاعي راکټونو پلور منظور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ۵۰۰ پاتریوت میزایل د کاناډا، جرمني او ناروې په پیسو د امریکا د یوه پروګرام له لارې د اوکراین لپاره اخیستل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې ده چې ددې دفاعي راکټونو په اخیستلو کې د امریکا پیسې ندې لګیدلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي:" دا وړاندیز شوی پلور به د متحدو ایالتونو د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت اهدافو ملاتړ وکړي، د یوه داسې ملګري هیواد د امنیت په ښه کولو سره چې په اروپا کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره یو ځواک دی."
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي روانه میاشت خبرداری ورکړی و چې د یاد هېواد هغه حیاتي پوځي مهمات تقریبا خلاص شوي دي چې د مسکو د بریدونو سره د مبارزې لپاره ورته اړتیا لري.
په یو بل خبر کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي دي چې روسیې تیره شپه د یاد هیواد په بیلابیلو برخو کې د انرژۍ او ریل ګاډو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي چې له امله یې ۲۸۰ زره کسان په دنیپرو او کیف کې بې بریښنا شوي دي.
بلخوا روسي چارواکو ویلي دي چې د اوکراین د ډرون په یوه برید کې د هغه هیواد په لودیځ د بریانسک سیمه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د روسې او اوکراین ترمنځ تاوتریخوالي په داسې حال کې روان دي چې د روسیې له خوا د اوکراین له نیول شوې سیمې اولیشکي څخه ژغورل شوي کسان بلاروس ته ورسیدل.
دغه کسان په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې پر اوکراین د روسیې د برید د پیل راهیسې د یو لړ مهمو عملیاتو په ترځ کې ایستل کیږي.
په دغه سیمه کې ګیر پاتې شوي کسان د جمعې په ورځ د بسونو په واسطه له ې سیمې څخه وایستل شول.
د امریکا متحده ایالات وایي چې د اوکراین په جنوب د خرسون په سیمه کې دغه اوربند د میلانیا ټرمپ په واسطه ترلاسه شوی دی. اروبند د تیرې سه شنبې په ورځ پیل شوی او د یکشنبې (۳۱ اکتوبر) تر ماښام پورې به دوام ورکړي.
ویل کیږي چې د یادې سیمې پاتې ۲۰۰۰ اوسیدونکو ته وړاندیز شوی چې کولی شي د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې او یا هم روسیې ته ولاړ شي او یا هم په خپلو مینو کې پاتې او خواړه او صحي خدمات ورته وړاندې شي.