د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په هڅو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پام وړ پرمختګ شوی او ښايي ډېر ژر د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه هم وشي.

ټرمپ د چهارشنبې په سهار (اکتوبر ۲۸) د اندریوز په پوځي اډې کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې پرمختګ شوی، خو د احتمالي لیدنې د وخت، ځای او اجنډا په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

ولسشمر ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به په دې احتمالي لیدنه کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي، هېواد یې غواړي جګړه پای ته ورسېږي او د سولې لپاره له هر فرصت څخه ګټه واخلي.

سیبیها د احتمالي خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوکراین دا ډول هڅې د سولې په لاره کې یو مثبت ګام ګڼي. هغه ټینګار کړی چې د وخت د محدودیت له امله باید د سولې هڅې چټکې شي او د اروپا لپاره هم په دې بهیر کې نوی رول تعریف شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د فنلنډ ولسمشر الکساندر ستوب او د ناروې صدراعظم یوناس ګار ستوره د سه‌شنبې په ورځ له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین د ولسمشر دریځ هم وررسولی و. هغه ویلي چې دا تماس له کیف سره په همغږۍ شوی و.

تر اوسه د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند، په ځانګړي ډول د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو، او د روسیې له خوا د نیول شویو سیمو د برخلیک په اړه اختلافونه پر ځای پاتې دي.

بلخوا، د اوکراین په سوېل کې د خرسون سیمې په اولیشکي ښار کې شپږ ورځنی اوربند، چې د بشري مرستو د رسولو او د ملکي وګړو د خوندي ایستلو لپاره اعلان شوی، د لومړۍ ورځې له تېرېدو وروسته هم پر ځای پاتې بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه اوربند د دې لپاره شوی چې په دې سیمه کې د شاوخوا دوه زره پاتې اوسېدونکو ته خواړه، اوبه او درمل ورسول شي او هغه ملکي وګړي چې غواړي سیمه پرېږدي، په خوندي ډول ووځي.

په دې بشري هڅه کې د امریکا د لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ منځګړیتوب یاد شوی او واتیکان هم ویلي چې پاپ لېو څوارلسم د بشري مرستو د رسولو او د ملکي وګړو د خوندي ایستلو په اړه له روسي او اوکرایني مشرانو سره خبرې کړې دي.

سره له دې، د دواړو هېوادونو د مشرانو د احتمالي لیدنې لپاره لا مشخصه نېټه او ځای نه دي اعلان شوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG