د امریکا او کاناډا ترمنځ سوداګریز کړکېچ لا پسې پراخ شوی او واشنګټن د کاناډا پر یو شمېر محصولاتو د بندیز اعلان کړی دی.
د سپینې ماڼۍ په وینا، امریکا به په خپلو بازارونو کې د کاناډا لبنیات، یو شمیر الکولي مشروبات او موټرسایکلونه په دریو اوونیو کې منع کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې کاناډا د سهشنبې په ورځ د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر امریکايي وارداتو ځوابي تعرفې ولګولې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم امر کړی چې کاناډايي محصولات دې تر هغه پورې له سترو او اوږدمهالو امریکايي حکومتي قراردادونو څخه مستثنا کړي، تر څو چې کاناډا د امریکايي محصولاتو لپاره «بشپړه او عادلانه متقابل لاسرسی» تضمین نه کړي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني وايي، د اوتاوا تګلاره دا ده چې پر امریکا خپله تکیه کمه او له نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړي. هغه ویلي، کاناډا غواړي داسې حالت رامنځته کړي چې هېڅ هېواد ونه شي کولای دغه هېواد «یرغمل» کړي.
کاناډا د فولادو، المونیم، پنیر، جامو، کاسمیټیک او کرنیزو وسایلو په ګډون د امریکا پر سلګونو محصولاتو، ، له ۱۵ تر ۵۰ سلنې پورې تعرفې لګولې دي. دغه تعرفې پر شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو امریکايي توکو باندې لګیدلي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې له هغه وروسته په چټکۍ خرابې شوې چې د اګست په ۲۱مه د سوداګرۍ اړوند خبرې ناکامې شوې. د کاناډا یو شمېر ولایتونو هم د امریکايي الکولي مشروباتو پر خرڅلاو بندیز لګولی دی.