د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که امریکا له کاناډا سره تجارت ودروي، یاد هیواد به په لوی مشکل کې وي.
ولسمشر ټرمپ چې د جمعې په ورځ (سپټمبر څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د کاناډا ۹۵ سلنه تجارت د امریکا سره وو.
ولسمشر ټرمپ وویل:" کاناډا به له ډېرو ستونزو سره مخ شي. زما په اند هغوی به نور شتون ونه لري، ځکه چې هغوی خپل ۹۵٪ سوداګري له موږ سره کوي. نو که زه ووایم چې موږ به سوداګري ونه کړو، دا به د هغوی ۹۵٪ سوداګري له منځه یوسي."
ولسمشر ټرمپ وویل، له هغه هیوادونو سره چې متحده ایالات تجارت نه کوي پکار ده چې سوداګریز کسر راکم کړي او کاناډا یو له دغو هیوادونو دی.
تر دې وړاندې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د پنجشنبې په ورځ وویل چې حکومت یې له امریکا سره د داسې سوداګریز تړون لاسلیک کولو ته چمتو دی چې دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي او زیاته یې کړه چې هر تړون باید ثبات او اعتبار ولري.
کارني خبریالانو ته وویل: "هغه هوکړه چې ممکنه ده، د کاناډايي کارګرانو، کورنیو او سوداګریو په ګټه ده، او همدا راز د امریکايي کورنیو، امریکايي تجارتونو، امریکايي مصرف کوونکو په ګټه هم ده، موږ د هوکړې لپاره چمتو یو کله چې امریکایان چمتو شي."
وروسته له هغه چې واشنګټن او اوتاوا د یوې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کیدو په برخه کې هوکړې ته ونه رسیدل، د ولسمشر ټرمپ حکومت د اګست میاشتې په وروستیو کې د نږدې ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر یو شمېر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې عملي کړې.
ټرمپ ویلي یې دي چې د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به پر کاناډايي موټرو، لاریو، د موټرو پر پرزو او فولادو تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړي.
امریکا او کاناډا په کال کې د سلګونو میلیاردونو ډالرو سوداګري لري او په ځانګړي ډول د موټرو او تولید صنعتونه یې له یو بل سره ژور تړلي دي او د تعرفو اوږدېدل د دواړو هېوادونو پر شرکتونو، تولید او مصرفوونکو اقتصادي فشار زیاتولی شي.
تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو سوداګریزو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې.
فورم \ دبحث خونه