ولسمشر ټرمپ پر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې د ۳ ورځو لپاره ځنډولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه د۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت کاناډايي توکو باندې د پلان شوو تعرفو لګول د دریو ورځو لپاره ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه چې ۵۰ سلنه تعرفې د چهارشنبې په ورځ عملي شي، خو ټرمپ د سې‌شنبې ناوخته په خپلې ټولنیزې شبکې کې وویل چې دا تعرفې یې «پر دې پر بنسټ» ځنډولې دي چې کاناډا او امریکا، د اسنادو تر وروستي بشپړېدو پورې، «یو تړون په پام کې لري!»

ولسمشر ټرمپ د تړون جزئیات وړاندې نه کړل.

د امریکا د سوداګرۍ د استازي دفتر وویل چې په دې تړون کې به «د ټولو امریکايي توکو لپاره هراړخیز بازار ته لاسرسی، د اقتصادي امنیت ژمنې، د ډیجیټلي سوداګرۍ همغږي، او ګڼ مهم موارد شامل وي چې زموږ بازار او امریکايي کارکوونکي، او همدارنګه زموږ کاناډايي شریکان، به خوندي وساتي.»

کله چې ټرمپ تېره میاشت تعرفې اعلان کړې، هغه د ۱۹۳۰ کال د تعرفو قانون ۳۳۸مه ماده کارولې وه. دغه ماده ولسمشر ته اجازه ورکوي چې پر هغو سوداګریزو شریکانو تر ۵۰ سلنې پورې تنبیهي تعرفې ولګوي چې د امریکا پر توکو له تبعیضي چلند نه کار واخلي.

د تعرفو ځنډول په واشنګټن کې د څو ورځنیو خبرو اترو او د همدې اوونۍ په ترڅ کې د ولسمشر ټرمپ او د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني ترمنځ د دوو ټیلیفوني خبرو وروسته اعلان شول.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو هغه ومنله چې د یوې وروستۍ هوکړې تر لاسلیک مخکې لا هم مهم کارونه پاتې دي.

د ټرمپ د ادارې له نظره، د تعرفو سیاست د یوې پراخې هڅې برخه ده چې موخه یې د امریکايي شرکتونو او کارکوونکو لپاره د لا متوازنواو متقابلو سوداګریز و شرایطو رامنځته کول دي.

سپینه ماڼۍ وايي، کاناډا ژمنه کړې چې د امریکا ځینې مهمې اندېښنې به حل کړي. په دې کې د امریکايي لبنیاتو، الکولي مشروباتو او موټرو پر صادراتو اړوند تعرفې او بازار ته د لاسرسي محدودیتونه شامل دي.

د موټرو صنعت په دغو مذاکراتو کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د امریکا او کاناډا د موټرو تولیدي چارې او د اکمالاتو ځنځیرونه له یو بل سره ډېر نږدې تړلي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، هدف یوازې د تعرفو لګول نه دي، بلکې د تعرفو له لارې د سوداګریزو شریکانو هڅول دي، څو داسې عملي بدلونونه رامنځته کړي چې د امریکايي کارکوونکو، تولیدوونکو او سوداګریزو شرکتونو په ګټه وي.

د تعرفو دا درې ورځنی ځنډ مذاکره کوونکو ته اضافي وخت ورکوي، څو د پاتې موضوعاتو جزئیات نهایي کړي.

تر دې مخکې کاناډا ژمنه کړې وه چې د امریکا د نویو تعرفو په ځواب کې به پر امریکايي توکو خپلې تعرفې ولګوي.