نن د جولاۍ څلورمه نېټه ده. په دې ورځ متحده ایالتونه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د انګریز له امپراتورۍ څخه د خپلواکۍ اخیستو کلیزه نمانځي.
د استقلال مراسمو لپاره له څو ورځو راهېسې ترتیبات روان دي او ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو په ۵۰ ایالتونو کې د نمانځنې مراسم او جشنونه وشي.
په دوی کې به تر ټولو ستر مراسم په پلازمینه واشنګټن ډي سي، فلادیلفیا او نیویارک کې وي. ولسمشر ټرمپ هم په دغو مراسمو کې ګډون کوي.
سپینې ماڼۍ د ۲۵۰ استقلال د مراسمو د تنظیم لپاره یوه ځانکړې اداره جوړه کړې ده. دغې ادارې په ټولې امریکا کې ۱۵۰ جشنونه او مراسم ترتیب کړي چې په ۵۰ ایالتونو، څلورو قلمرو او ځینو نورو سیمو کې به ترسره شي.
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې په «نشنل مال» کې وینا وکړي، دلته د اور لوبو لویه ننداره ده. تنظیم کوونکي وايي چې د اورو لوبو دا لویه ننداره به یوازې دا نه چې د خپل ډول تر ټولو تاریخي ننداره وي، بلکې د ګینیس نړیوال ریکارډ به هم مات کړي.
په واشنګټن ډي سي کې به په ۴۰ دقیقو کې ۸۵۰۰۰۰ اور لوبې وشي، چې دا په فلیپين کې د ۲۰۱۶ کال د اوروبو لوبو ریکارډ ماتوي، هلته په څه باندې یو ساعت کې ۸۱۰۰۰۰ اورلوبې شوې وې.
په ۲۰۱۹ کې د ولسمشر ټرمپ په لومړۍ دورې کې په «نشنل مال» کې د «امریکا ته سلام» مراسم ترسره شول، چې هوايي پروازونه او د ولسمشر ټرمپ وینا هم په کې شامله وه خو سږکال به د متحدو ایالتونو د پوځ Air Force One یوه الوتکه چې تېره میاشت کار اخیستو ته وسپارل شوه، پرواز وکړي او همدغه راز به ۷۴۷ بوینګ الوتکه هم ننداره وړاندې کړي، د قطر حکومت دا الوتکه متحدو ایالتونو ته ډالۍ کړې وه.
ټاکل شوې چې سلګونه زره خلک به د «نشنل مال» د جشن په مراسمو کې برخه واخلي، د استقلال د ورځې د اورلوبې لومړي مراسم په ۱۹۴۷ کې په لومړي ځل په تلویزون کې وښودل شول، چې هغه وخت په کې ۲۲۵۰۰۰ خلکو ګډون کړی و.
د «دویمې لویې وچې کانګرس» د ۱۷۷۶ د جولاۍ په دویمه د ویرجینیا د ریچارډ هینري لي لخوا د خپلواکۍ لپاره د معرفي شوي پریکړه لیک په اړه رایه ورکړه، او د اعلامیې وروستی متن یې تصویب کړ- په اصل کې توماس جیفرسن دا مسوده ترتیب کړې وه- دوه ورځې وروسته، د جولاۍ په څلورمه.
د متحدو ایالتونو دویم ولسمشر جان ادمز باور درلوده چې امریکایان د جولاۍ دویمه نیټه ونمانځي، خو د جولاۍ څلورمه نیټه یې ځای ونیوه.
نوموړي د جولاۍ په لومړیو کې خپلې میرمنې ابیګیل ته په لیک کې وړاندیز کړې و چې دا مراسم باید «د پام وړ رسم او ګذشت سره ونمانځل شي او د دغې وچې له یو سر څخه نیولې تر بل سر پورې دې نندارې، لوبې، اورلوبې، ډزې، زنګونه او رڼاګانې» وې.
په متحدو ایالتونو کې د استقلال لومړی جشن د ۱۷۷۷ کال د جولاۍ په څلورمه نېټه په فلادیلفیا کې د اور لوبو، د توپ په سلامۍ او زنګ وهلو سره ونمانځل شو.