د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه؛ څه ترتیبات نیول شوي؟

د امریکا متحده ایالات د شنبې په ورځ (جولای څلورمه) په داسې حال کې د خپلې خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه لمانځي چې د تیرو کلونو په پرتله سږ کال دغې ورځې ته ځانګړي ترتیبات نیول شوي دي.

د واشنګټن په بیلابیلو برخو په خاص ډول د نشنل مال یا ملي پارک په شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي چې په زرګونه خلک هر کال د جشن د اصلي برخې یعني اور لوبې د لیدو لپاره پکې راغونډیږي.

د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰ کلیزې د پروګرام ویانده جولیا فریډلانډ وايي:"موږ یو ملت یو. موږ د یو ملت په توګه د امریکا ۲۵۰مه کلیزه لمانځو. دا هغه څه دي چې موږ ټول یې دلته لمانځو. تاسو کولی شئ خپل کیڼ او ښي لوري ته وګورئ، او ښایي تاسو داسې څوک ومومئ چې په سیاست کې مخالف نظر ولري، خو دا مهمه نه ده ځکه چې موږ ټول دلته د ورته دلیل لپاره راټول شوي یو. نو دا د دې غونډې ښکلا ده."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ د نشنل مال په سیمه کې د وینا پرمهال وویل چې امریکا د انسانانو په تاریخ کې د یوې تر ټولو مهمې شیبې لمانځنه کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل:" موږ به د امریکا د ۲۵۰کاله شانداره آزادۍ لمانځنه وکړو. په ۱۷۷۶ کال کې بنسټ ایښتودونکو په فلادلفیا کې ولیدل او د خپلواکۍ د اعلامیې په نامه یې نړۍ د تل لپاره بدله کړه."

ولسمشر ترمپ د امریکا اقتصاد او پوځي پیاوړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا د امریکا د طلایي دورې پیل دی او نور ډیره غوره کارونه به هم وشي.

ډونالډ ټرمپ وویل:"هغو تلپاتې امریکایي اصولو نه یوازې یو انقلاب وګاټه، بلکې موږ یې په تر ټولو لوی، قوي او بې ساري ملت بدل کړ چې نړۍ تر اوسه لیدلي دي. د امریکا متحده ایالاتو په څیر هیڅ شی هیڅکله نه و، او موږ ټول په ګډه دا تر پخوا ډیر لوی، غوره، قوي او خورا بې سارې کوو."

ولسمشر ټرمپ وویل چې تر ټولو لویه ننداره به د جولای په څلورمه اور لوبه وي چې تر اوسه په متحده ایالتونو کې نده لیدل شوې او د هرې ترسره شوې اور لوبې څخه لس برابره لویه ده.

د نشنل مال یا ملي پارک په سیمه کې د سږ کال په پروګرامونو کې د ولسمشر ټرمپ په وینا سربیره، موسیقي، د نظامي الوتکو نندارې او پراخه اور لوبه شامله ده.

واشنګټن همدارنګه د خپلواکۍ د ملي ورځ د پریډ کوربه هم دی کوم چې رسم ګذشت قطعات او د بانډو ټیمونه به د انډپنډنټ واټ څخه تیر شي.

په ملي ارشیف کې چې د اساسي قانون او د خپلواکۍ د اعلامیې د سندونو په شان مهم ملي اسناد پراته دي، ښوونکي او ژباړونکي به د ماشومانو او کورنیو لپاره بیلابیل پروګرامونه ولري. په ارشیف کې همدارنګه د خپلواکۍ د اعلامیې د لوستلو د ژوندي کلني بهیر کوربه توب هم کوي.

د واشنګټن ډي سي په بیلابیلو برخو کې هم د رسم ګذشتونو او د موسیقۍ د پروګرامونو بند او بست شوی دی خو په دې ورځو کې یو مورد چې مهم دی هغه اب و هوا ده، ځکه د ډیرې سختې ګرمۍ وړاندوینه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG