امریکایي جنرال: د طالبانو سره د سولې د خبرو د کامیابۍ چانسونه زیات دي

د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي

د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې د کامیابه مذاکراتو هیله څرگنده کړیده.

نرال میلي ویلي دي چې د افغانستان د سولې د خبرو د کامیابیدو چانس د پخوا په پرتله زیات دی او په نږدې راتلونکي کې امکان لري.

په روانې میاشت کې افغان طالبانو د کابل امریکایي پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکایی و، د دریو کلونو بند څخه وروسته خوشي کړل.

ښاغلي میلي چې افغانستان ته د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۷) ورسیده، خبریالانو ته وویل: "زما په فکر د سولې د خبرو نه د مثبته نتایجو چانس د پخوا په پرتله زیات دي. او زه په افغانستان کې د تیرو ١٨ کلونو نه ښکیل یم."

جنرال میلي دا هیله هم څرگنده کړه چې دغه م‏ذاکرات به په نږدې راتلونکي کې وشي. هغه وویل:​"د لږې خوشبختۍ سره، مونږ به په لیرې نه بلکه په نږدې راتلونکي کې کامیابه مذاکرات وکړو."

د یادونې وړ ده چې ښاغلی میلي مدام په دې تاکید کړیدی چې د افغانستان جګړه یواځې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کیدی شي.

ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې له نهو میاشتو وروسته وځنډولې. د خبرو د روان بهیر په منځ کې طالبانو په یو برید کې په کابل کې یو امریکايی وواژه او له دې وروسته ښاغلي ټرمپ روانې خبرې ختمې اعلان کړې.