د لاس رسي وړ اتصالات

هیله ده وروستۍ تبادلې سره تاوتریخوالی راکم شي ـ خلیلزاد


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو لخوا د لسو افغان سرتېرو د خوشي کېدو هر کلی کړی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې مشر اووان پدرو شایرر پرون پنجشنبه د طالبانو لخوا د لسو افغان سرتېرو د خوشي کېدو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، چې طالبانو دغه لس افغان سرتېري د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې دغه ادارې ته سپارلي دي.

ښاغلي پدرو شایرر زیاته کړه، چې یاد افغان سرتېري د هلمند ولایت په سیمه ییز دفتر کې د افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

زلمي خلیلزاد هیله ښودلې، چې د یادو اقداماتو په تر سره کېدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم او د سیاسي جوجاړي په وړاندې ګامونه چټک شي.

نوموړي د «نومبر پر ۲۱مه» پر خپل ټوېټر لیکلي:"هیله ده چې دغه اقدامات د دې لامل وګرځي چې تاوتریخوالی لږ شي او د داسې یو سیاسي جوړجاړي په لور چټک پرمختګ راولي چې افغان دولت، طالبان او نور افغان مشران پکښې ګډون ولري. افغانان سولې او امنیت ته هیلې لري او موږ وسره ولاړ یو.‌"

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې طالبانو یاد افغان سرتېري د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو تر خوشي کولو وروسته خوشې کړل.
هغه ویلي:"دغه اقدام له هغه وروسته وشو چې افغان دولت د طالبانو بندیان خوشې کړل، او طالبانو د حسن نیت په جلا اقدام کې د،دوه پروفیسوران خوشې کړل."

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د افغان حکومت لخوا د انس حقاني په ګډون د دوو نورو طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته طالبانو د افغان امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان هم خوشي کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم پر دغه تبادله خوښي ښودلې او د ولسمشر اشرف غني نه یې مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړي چې دا د افغانستان د سولې په لور پرمختګ دی.

XS
SM
MD
LG