سکاټ بیسنټ: د امریکا او چین ترمنځ اړیکي پیاوړي دي، خو د پام وړ کار پاتې دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر، سکاټ بیسنټ، وايي چې که څه هم د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، او د چین د ولسمشر، شي جینپنګ، ترمنځ د اړیکو له امله د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې پیاوړې دي، خو د دوه اړخیزو سوداګرۍ په اړه لا هم د پام وړ کار پاتې دی.

بیسنټ د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر شي ترمنځ د دوه اړخیز درناوي له امله، د متحدو ایالتونو او چین اړیکې یو باثباته خو رقابتي پړاو ته رسېدلې دي. زموږ موخه عادلانه سیالي او د خطر کمول دي، نه جلا کېدل. دا روښانه ده چې چین باید خپل توازن بیرته راوګرځوي، او د دوی د یو ټریلیون ډالرو دومداره سوداګریزې مازاد ته باید پاملرنه وشي."

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر د دوشنبې په ورځ یادونه وکړه چې د دې هېواد د مالیې وزارت کارکوونکو تېره اونۍ له چین څخه لیدنه کړې وه "چې د اړیکو چینلونه پیاوړي کړي او د خپلو ملتونو ترمنځ خبرې اترې پرمخ بوځي".

بیسنټ د دوشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "د خپل سفر په ترڅ کې، زموږ ټیمونو د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د راتلونکې لوړې کچې غونډې لپاره د چمتووالي په تړاو چې زما او د مرستیال صدراعظم، هي لایفنګ، ترمنځ ترسره کیږي، خبرې وکړې."

سکاټ بیسنټ نه دي ویلي چې دا خبرې په څه وخت ترسره شي.

هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې موږ خپلې بلې مخامخ ناستې ته نږدې کېږو، موږ د دواړو خواوو ترمنځ د دوامداره رغنده تعامل او په راتلونکو اونیو کې د خپل مثبت پرمختګ ساتلو ته سترګې په لار یو."

بېسېنټ د یکشنبې په ورځ وویل چې چین تر اوسه پورې په هغه سوداګریز تړون کې د خپلې برخې مسوولیت ادا کړی چې د ولسمشر ټرمپ سره یې هوکړه کړی وه او زیاته یې کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې د متحدو ایالتونو لپاره د "ډېر پیاوړې اقتصادي ودې" تمه لري.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر د فاکس نیوز "سنډې مارننګ فیوچرز" خپرونې ته وویل چې "هغوی (چین) د سویابین د پېرودلو کار بشپړ کړی دی". د هوکړې د یوې برخې په توګه، چین موافقه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه متریک ټنه امریکایي سویابین او په ۲۰۲۶، ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو کې ۲۵ متریک ټنه سویابین به وپېري.

ولسمشر ټرمپ تېره چهارشنبه د چین له مشر شي جینپینګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګڼو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره تلیفوني اړیکه ونیوله، او بیسنټ هم په دې اړیکه کې حاضر و.

ولسمشر دا یادونه هم وکړه چې هغه به د اپریل په میاشت کې له شي جینپینګ سره د خبرو لپاره چین ته سفر وکړي، او تمه کیږي چې د چین ولسمشر د روان کال په پای کې له متحدو ایالتونو څخه لیدنه وکړي.

سپینې ماڼۍ تېر نومبر کې له بیجینګ سره د یوې پراخې سوداګریزې هوکړې او د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د پراخو اړیکو اعلان وکړ، چې په اساس یې چین د نورو امتیازاتو ترڅنګ، د ډېرو امریکایي محصولاتو په پیرودلو موافقه وکړه.