د امریکا متحدو ایالتونو د تایوان شاوخوا د چین پوځي تمرینونه یې"د سیمه ییز تاوتریخوالي د زیاتوي" په توګه غندلي او له بیجینګ یې غوښتي چې ادې اعمالو لاس واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګوټ په یوه بیان کې وویل: "د تایوان او د سیمې د نورو هیوادونو په وړاندې د چین پوځي فعالیتونه او څرګندونې بې ځایه تاوتریخوالی زیاتوي. موږ له بیجینګ څخه غواړو چې لدې کارونو لاس واخلي، په تایوان باندې پوځي فشار ودروي او په معنی لرونکو خبرو اترو کې برخه واخلي."
پیګوټ ټینګار وکړ: "متحده ایالتونه د تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره د زور او جبر د کارولو په شمول د هر ډول یو اړخیز اقدام مخالفت کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا بیان په داسې حال کې خپور کړ چې د تایوان ولسمشر لای چنګ-ټي په تایپي کې د نوي کال په مناسبت په خپلې وینا کې ژمنه وکړه چې د چین له خوا د زیاتیدونکي پوځي فشار په وړاندې به د تایوان د حاکمیت په کلکه دفاع وکړي او د هغې دفاعي وړتیاوې به پیاوړې کړي.
د تایوان ولسمشر وویل چې نړیواله ټولنه دا څاري چې ایا د تایوان خلک له ځانه د دفاع هوډ لري.
هغه وویل: "د ولسمشر په توګه، زما دریځ؛ په کلکه د ملي حاکمیت دفاع ، د ملي دفاع او په مجموع کې د ټولنې انعطاف پیاوړی کول، او په پراخه کچه د اغیزمن مخنیوي او ډیموکراتیک دفاعي میکانیزمونو رامینځته کول تل روښانه و."
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې د تایوان په شاوخوا کې د چین د پراخه پوځي تمرینات بې ارزښته وبلل او ویې ویل چې دا اقدامات نوي نه دي بلکې د هغو پوځي فعالیتونو دوام دی چې چین یې له کلونو راهیسې کوي.
ولسمشر په فلوریډا کې پخپل استوګنځي مار-ا-لاګو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: "زه له ولسمشر شي سره ډېرې ښې اړیکې لرم، او هغه ماته دا نه دي ویلي. ما دا (پوځي تمرینونه) ولیدل، خو هغه هیڅکله ماته د دې په اړه څه نه دي ویلي. او زه فکر نه کوم چې هغه به دا (په تایوان برید) وکړي. هیڅ شی ما نه اندیښمن کوي."
چین ادعا کوي چې په ډیموکراټیک ډول خپلواکه تایوان د دوی د خاورې یوه برخه ده او د بیا یوځای کیدو لپاره یې د ځواک کارول رد نه کړل.
د چین ولسمشر شي جین پینګ هم د نوي کال په مناسبت په خپلې وینا کې وویل چې "د ملي یووالي تاریخي بهیر به ونه دریږي."